د سرطان ضد واکسين

د Moderna او Merck په نومونو د درمل جوړونې دوه مشهورې کمپنۍ په دې توانېدلې دي، چې د سرطان وژونکې ناروغۍ لپاره واکسين جوړ  کړي. دوی هيله ښوودلې ده، چې دغه واکسين سره به د سرطان ناروغۍ د مړینې کچه ۴۴ سلنه را کمه کړي. 

دوی په يوې رسنيزې خبرپاڼې کې ويلي  دي، "موږ به  د سرطان په نورو ډولونو کې اضافي څېړنې پیل کوو چې هدف یې ناروغانو ته د سرطان انفرادي درملنې راوړل دي. دغه جوړ شوی واکسين به د هغه کسانو لپاره هم ګټور وي، چې سرطان ناروغي په کې وروستي يا څلورم پړاو ته رسېدلې وي."

دوی وړاندې  زياته کړې، "په تیرو شپږو کلونو کې، زموږ ټیمونو په ګډه کار کړی چې په mRNA او امیونو آنکولوژي کې، اړوندو مهارتونه سره یوځای کړي او دې سره د سرطان ناروغانو لپاره واکسين جوړ کړی شي."

دغه واکسین د KEYTRUDA سره یوځای، یوه معافیتي درملنه ده چې د بدن دفاعي سیسټم ته دا وړتيا ورکوي، چې د سرطاني حجرو پر وړاندې مقاومت ډېر او جګړه ورسره وکولی شي.