سعودي  عربستان دوه کيلو متره (۲۰۰۰متره) لوړه ودانۍ جوړوي 

د Middle East يا منځني ختيځ اقتصادي مجلې د مالوماتو له مخي چې د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو له خولې يې ليکلي  دي، سعودي عربستان به نېږدې راتلونکې کې پلازمېنه رياض کې د داسې يوې ودانۍ (څلي يا برج) چارې پيل کړي، چې  لوړوالی به يې دوه کيلو متره يا دوه زره مترو ته رسيږي. 

دغه ودانۍ به د عربي متحدو اماراتو، دُبۍ کې د اوسني برج خليفه دوه برابره لوړه وي؛ برج خليفه اوس مهال نړۍ کې تر ټولو لوړه ودانۍ شمېرل کېږي، چې  لوړوالی يې له يو کيلو متر کم (۸۲۸ متره) ته رسيږي. 

دغه ودانۍ د نړۍ د سترو ساختماني شرکتونو ترمنځ دواطلبۍ ته وړاندې شوې ده. ټاکل شوې ده، چې پر دغه ودانۍ به پنځه مېليارده امريکايي ډالر ولګول شي.