دشري یا سرخکان نوم له دې امله چې په بې ساري ډول ساري دی او په افغانستان کې یې پیښې زیاتې دي ډیر مشهور دی. دا ناروغي د یو ډول وایروس په واسطه مینځ ته راځي چې یوازینی کوربه یې هم انسان او ډیر له پخوا څخه د انسانانو په مینځ کې خپریدونکي ناروغي ده.
ویروس یې د ناروغ کس څخه روغ کس ته د ټوخي پرنجي او د ناروغ د پوزې او خولې د افرازاتو سره د مستقیم تماس په واسطه انتقالیږي. د انتقال ښه وخت یې په بدن د سرو ټکو ، بخار یا سرکیو د راښکاره کیدو نه څلور ورځې مخکې او پنځه ورځې وروسته دی یعنې په دې وخت کې یې انتاني قدرت زیات وي.
کله چې ویروس د انسان تنفسی سیستم ته د ننه شي تر دولسو ورځو پورې وخت نیسي چې ترڅو په شخص کې دناروغۍ عوارض او علامې راڅرکندې شي. په اول کې ناروغ ته تبه پیدا کیږي چې ټیټه درجه وي او د پوزې بهیدل د ستر ګو سوروالی او ټوخی (چې وچ سخت او دشپې له خوا زیات وي) ورسره وي.
دناروغۍ په دوهمه یا دریمه ورځ د ناروغ کس د خولې په خالیګا کې سپین رنګه ټاکې چې شا وخوا یې سره وي مینځ ته راځي چې دناروغۍ ښه تشخیصه علامه ده خو موقتي وي او په لنډ وخت کې بیرته ورکیږي.
په څلورمه ورځ په ناروغ کې د غوږونو شاته وړې سرکۍ یا بخار جوتیږي، تبه لوړه ځي او سرکۍ د پاس خوا نه لاندې خواته مخ، غاړې، سینې لاسونو، ورانونو، لنګیو او پښو ته خپریږي چې اول کې یی رنګ سور خو لس ورځې وروسته یې رنګ نسبتا نصواري شکل ته تغیر کوي ، کله کله په سرکیو کې وینه هم راځي چې په داسې حال کې د پوزې ، خولې او (مقعد) دلارې هم د وینې د جاري کیدو امکان وي.
ناروغي په ښونځی عمر ماشومانو (نهمه میاشتني عمر پورې ماشومان کم نیسي)، سوء تغذی او هغو خلکو کې چې د بدن داخلي دفاعي قوت (معافیت) یې ځپل شوی وي ( معافیت ځپونکی ناروغۍ لکه ایډز ، کنسر او نورې ولري یا ځینې معافیت ضد دواګانې استعمالوي) کې کړکیچن حالتونه رامینځ ته کوي.
دوه ځانه (حامله) ښځې هم زیاتې متاثره کولای شي.
د غوږونو التهاب او سینه بغل په کې عام مینځ ته راتلونکي حالتونه دي خو ددې تر څنګ دسږو د ځینې نورو ناروغیو ، خنجرې او ستوني د منتن کیدو سبب هم ګرځي.
په هضمي سیستم کې د دومداره اسهال ، اپنډسي (اپنډیسایټس)، د ینې او توري د التهاب لامل کیږي او د ناروغ په شکایتونو کې د نس درد هم شامل دی.
په کم شمیر ماشومانو کې دماغ هم التهابي کیږي خو که ټول دماغ (مرکزی عصبی سیستم) (SSPE) منتن او تخریب شي نو ناروغ ته جټکې پیداکوي چې دا حالت د فیصدی په حساب ډیر کم او په یو لکو ناروغانو کې ښایې یوه ته پیښ شي چې بالاخره په خواشینی سره زیاتره وخت د ناروغ په مرګ پای مومي.
د شری ناروغۍ تشخیص د کلینکی عوارضو، نښو او یو لړ معایناتو په واسطه په اسانۍ سره کیدای شي.
درملنه یې دناروغ تقویه کول دي، چې د تبې درمل ، دړوندیدو دخطر دمخنوی او د معیوبیت او مړینې د کچې د راټیټدو لپاره دویټامین اې تطبیق ، کافي غذا او د مایعاتو ورکړه په کې شامله ده.
هغه ناروغان چې نورې اړوند ستونزې په کې رامینځ ته شوی وي د متخصص ډاکټر مشورې او ښه نرسنګ څار ته ضرورت لري. شری په اسانه توګه د شری د واکسین د تطبیق په واسطه وقایه کیږي چې لمړی ځل په نهه میاشتنی او بیا ځل په اته لس میاشتنی عمر کې ترسره کیږي
خو ان تر پنځه کلنی عمر ماشو مانو ته هم که واکسین ورکړل شي ګټه کوي.
د شری د واکسین د موثریت کچه % ۹۵ سلنه ده .
وروستي