د خوشاله اوسېدو لپاره له دې عادتونو څخه لاس واخلئ

ټول په ژوند کې د خوشاله اوسېدو لپاره هڅه کوي، ځکه هېڅوک نه غواړي یو غمجن، خواشینی او ناهیلی ژوند ولري، خوشاله اوسېدل د هر فرد لپاره مهم دي؛ خو ځینې عادتونه کولای شي، خوشالي مو تر اغېزې لاندې راولي. هغه چلند یا د فکر بڼه، پرته له دې چې ورته متوجه شئ، ترسره یې کړئ، کولای شي ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ مخه ونیسي.
 
که غواړئ خوشاله واوسئ، نو باید په خپل ځان او خپلو دوستانو باندې تمرکز وکړئ. ژوند په هغو تمو سره، چې لرئ یې، کولای شي د ناهیلۍ سبب شي. د خوشاله اوسېدو لپاره باید ځینې عادتونه له خپل ځانه لیرې کړئ.
 
۱ ـــ نور نه شي کولای، چې تاسو خوشاله کړي
له خپلو شاوخوا خلکو څخه د تمې لرل، ستاسو د خواشینۍ او اندېښنې سبب ګرځي، په ځانګړې توګه په عاطفي اړیکو کې هیله مه لرئ، چې مقابل لوری تل تاسو خوشاله کړي، ځکه دا د هیچا کار نه دی، چې تاسو همېشه خوشاله کړي، دا تمه تل د ژورې خواشینۍ سبب ګرځي، په خپله باید د یوه خوشاله ژوند لپاره هڅه وکړئ.
 
۲ ـــ د نورو تائیدولو ته اړتیا
که تل د نورو تائید ته اړتیا ولرئ، د نېکمرغۍ موندنه به ناشونې وي. د خوشاله اوسېدو لپاره په خپلو افکارو باندې تمرکز وکړئ، د خپلو خوبونو په حقیقت بدلولو لپاره، د خلکو خبرو ته ډېر زیات ارزښت مه ورکوئ.
 
له دې امله، که چېرې داسې احساس کوئ، چې همېشني تائید ته اړتیا لرئ، په چټکه توګه هغه لارې ولټوئ، چې پرمټ یې کولای شئ، دا عادتونه پرېږدئ.
 
۳ ـــ له ټولو څخه هیله مه لرئ، چې بشپړ واوسي
ټول نه شي کولای، چې په خپل ژوند کې بشپړ واوسي، له خلکو څخه د بې نیمګړتیا اوسېدو تمه سم کار نه دی، شونې ده، چې ټول تېروتنه وکړي، د افرادو په بې نیمګړتیا اوسېدو باندې ټینګار کول، د ناهیلۍ سبب ګرځي، ټول لکه څنګه چې دي، وې منئ.
 
۴ ـــ په یاد ولرئ، هېڅوک به بدلون ونه کړي
که تل د خپلو شاوخوا خلکو له چلند څخه اندېښمن یاست او هیله لرئ، چې په هغوی کې به بدلون رامنځته شي، تل به ناراضي پاتې شئ.
 
هېڅوک به ستاسو او ستاسو د هیلو لپاره بدلون ونه کړي. د یو چا د بدلون لپاره تل هڅه کول، د دې سبب ګرځي، چې تل ناهیلي پاتې شئ.
 
تاسو د خوشاله اوسېدو لپاره څه وړاندیز لرئ؟