یو سالم شخصیت کومې ځانګړتیاوې لري؟

تر دې دمه مو د سالم شخصیت په اړه څه اورېدلي دي؟ هغه شخصیت، چې وکولای شي، سم او د خپل رښتیني عمر پر بنسټ چلند وکړي او په حساسو وختونو کې د خپلو تجاربو او عمر پر اساس سم تصمیمونه ونیسي، هغه شخصیت چې وکولای شو پرې حساب وکړو.
 
موږ ټول داسې کسان پېژنو، چې د ظاهر او عمر له پلوه چمتو او برابر او دغه راز ښه شخصیت هم لري، خو دا تر هغه وخته دی، چې هر څه سم او پېچلي موقعیتونه شتون نه لري، خو کله چې وضعیت بدلېږي او د سټرس، اندېښنې او حساسیت په لور حرکت کوي، په هغوی کې په ناڅاپي ټوګه بدلون رامنځته کېږي، چې نه یوازې بالغ نه دي، بلکې ماشوم ته ورته دي.
 
هغه فرد چې له اروایي پلوه روغ او سالم دی، د ډېرو انګېزو د شتون په دلیل په خپل ځان او په خپل شاوخوا چاپېریال باندې د اغېز ښندلو وړتیا لري او په هر ځای او هر مقام کې چې دی، کولای شي یو اغېزناک او بریالی فرد وي.
 
خو هغه څوک، چې سم او سالم شخصیت لري، څه ډول دی؟ کومې ځانګړتیاوې لري؟ ارواه پوهنه په دې اړه د ویلو لپاره ډېر زیات مطالب لري او په دې برخه کې ډېر توضیحات وړاندې کوي.
 
سالم شخصیت د مشخصو او روښانه لومړیتوبونو او ارزښتونو لرونکی دی، له دې امله کولای شي، چې په هر موقعیت کې تصمیم ونیسي، هغه تصمیم، چې کېدای شي په هغه کې لږ له شک او تردید سره لاس و ګرېوان شي، له دا ډول شخص سره، نور هم په ډېرې هوساینې سره چلند کوي او په اصطلاح ستونزه یې له خپل ځان او هغوی سره روښانه ده.
 
په دې لیکنه کې د هغو افرادو په مهمو ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، کوم چې له سالم شخصیت او ښه چلند څخه برخمن دي.
 
له ټولنیزې هوښیارتیا څخه د مرستې غوښتنه
نن ټولنیزه هوښیارتیا ډېر زیات ارزښت لري، هغه کسان چې دا هوښیارتیا لري، له خپل ژوند څخه بې ګټې او بې ارزښته کارونه لیرې غورځوي او د هغو د ترسره کولو لپاره خپل وخت بېځایه نه تېروي او پرځای یې خپل وخت او انرژي په ګټورو کارونو باندې مصرفوي، هغه کارونه، چې کولای شي د دوی له فکري او فردي ودې سره مرسته وکړي.
 
په دې کارونو سره دا افراد بریالي دي، ځکه چې خپل وخت خپلو موخو ته په رسېدو باندې لګوي، له دې امله په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، چې فکر او کار وکړي او ورځ تر بلې خپلو موخو ته نږدې شي.
 
د ستونزې د حل کولو وړتیا
هغه کسان، چې سالم شخصیت لري، د ستونزو پر وړاندې په چټکه توګه سر نه ټیټوي او نه تسلیمېږي، هغوی د ستونزې د حل کولو وړتیا او مهارت لري، په همدې دلیل کولای شي په ستونزو او سختیو کې فکر وکړي او سم تصمیم ونیسي، په حقیقت کې هغوی تل د مناسبې حل لارې د پیدا کولو په لټه کې دي. دا افراد هڅه کوي، چې بېلابېلې لارې وازمایي او له هغو او دغه راز په نویو لارو باندې له تللو څخه وېره نه لري.
 
د احساساتو څرګندول
هغه څوک، چې سالم او بالغ شخصیت لري، د نورو له بښلو او د خپلو احساساتو له بیانولو څخه وېره نه لري، هغه تېرېدنه (ګذشت) کوي او د نورو تېروتنې بښي، دا ډول کس په حقیقت کې نرم او انعطاف منونکی شخصیت لري او له بیانولو څخه یې وېرې ته اجازه نه ورکوي، چې ده ته لاره پیدا کړي.
 
هغه څوک، چې د خپلو احساساتو له بیانولو څخه عاجز دی او تل غوسه او احساسات په خپل دننه کې پټوي او د څرګندولو توان یې نه لري، عادي او سالم نه دی. هر څیز خپله لاره لري او هغه څوک، چې سالم شخصیت لري د غوسې او مینې د څرګندولو په لاره باندې هم پوهېږي او خپل ځان او نورو ته له زیان اړولو پرته یې ترسره کوي.
 
له سټرس سره مقابله کول
حقیقت دا دی، چې موږ له سټرس او خپګان څخه په مالامال فضا کې ژوند کوو، سالم فرد له دې فشارونو سره مقابله کوي او یا له سټرس سره د مقابلې لپاره له ځینو تګلارو څخه ګټه اخلي، ترڅو خپل ځان له هرې سټرس زېږونکې موضوع سره د مقابلې لپاره چمتو کړي.
 
سالم فرد، د محرومیتونو او د اړتیا وړ څیزونو د نه شتون لپاره خپل زغم لوړوي او په پای کې د واقعیتونو منلو ته رسېږي.
 
د مدیریت کولو وړتیا
سالم فرد د هغه چاپېریال د مدیریت کولو توان او وړتیا لري، په کوم چې کار او ژوند کوي. هغه د خپلې کورنۍ د غړو، د دوستانو، همکارانو او نورو ..... د چلندونو په تحلیل کولو سره هڅه کوي، چې د خپلو شاوخوا کسانو لپاره ژوند په مناسبه بڼه رامنځته کړي او په رغنده او جوړونکو نیوکو، له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو د پام وړ پرمختګ ولري.
 
زړورتیا 
هغه فرد، چې د سالم شخصیت لرونکی دی، زړور دی، خو په دې باندې پوهېږي، چې چېرته باید له خپلې زړورتیا څخه ګټه واخلي، دا ډول کس په هېڅ څیز کې توازن له لاسه نه ورکوي او په افراط او تفریط باندې نه اخته کېږي.
 
د چارو د ترسره کولو لپاره زړورتیا په نفس باندې اعتماد زیاتوي او دا په هر کار کې د بریالي کېدو یو راز دی.
 
د احتیاط د اړخونو په پام کې نیول
په احتیاط سره چلند کول، د هغو افرادو له ځانګړتیاوو څخه دی، چې سالم شخصیت لري، هغه څوک، چې دا ډول دی، د هر کار او د ترسره کولو لپاره یې ټول اړخونه په ښه توګه سنجوي او په اړه یې فکر کوي.
 
ښایي تاسو داسې ګمان وکړئ، چې دا افراد تردید لري او یا بدبین دي، خو باید پوه شئ، چې دا ډول نه ده، دا مسئله له دوه زړي توب او بدبینۍ سره په بشپړه توګه توپیر لري. هغه کسان، چې له سالم شخصیت څخه برخمن دي، خپل کارونه په لوڅو سترګو ترسره کوي او پرمخ یې بیایي او په بنسټ کې یې هېڅکله داسې ودانیز توکي نه کاروي، چې له یوې مودې وروسته بېرته را ونړېږي. هغوی د احتیاط ټول اړخونه په پام کې نیسي، ترڅو په راتلونکې کې پښېمانه نه شي او یا هم ډېر کم پښېمانه شي. په حقیقت کې که هغوی ماتې هم وخوري، کولای شي ډاډه شي، چې خپله ټوله هڅه یې کړې ده.
 
ملاتړ کوونکی او مهربان اوسېدل
لوی فرد ملاتړ کوونکی او لارښوونکی دی او ځکه خوندي دی، کولای شئ په هغه باندې د ژوند د شریک، همکار، دوست او ..... په توګه تکیه وکړئ، هغه له خپل ځان سره مینه لري او ځکه توانېدلی خپل ځان له مینې او محبت څخه ډک کړي، له نورو سره هم محبت کوي، نو ډېر زیات مهربان دی او له تعصب او رټلو پرته اورېدونکي غوږونه لري.
 
ځیرکتیا او لېوالتیا
د ورځنیو موضوعاتو په اړه بې پروا، بې احساسه او لټ انسانان، عادي او طبیعي انسانان نه دي. پرځای او مناسب شور، لېوالتیا او حرارت د یوه سالم لوی فرد له چلندیزو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي، چې ځینې ترې سم درک او ورته ښه لید نه لري.
 
په تېر کې نه پاتې کېدل
ټولو افرادو په خپل تېر کې یو لړ تېروتنې کړې دي، ځینې پکې پاتې کېږي او تل پکې لاس و پښې وهي او خپل ځان او نور رټي، خو د سالم شخصیت لرونکی فرد، تېر ته ګوري، ترې درس اخلي، وروسته یې خوشې کوي او ترې تېرېږي. هغه څوک، چې سالم شخصیت لري، له تېرو تېروتنو څخه درس اخلي او له هغو څخه یو څراغ جوړوي، ترڅو د خپلې راتلونکې لاره پرې روښانه کړي.
 
راتلونکې ته کتونکی اوسېدل  
راتلونکې ته کتونکی او د موخې لرونکی اوسېدل، د هغو افرادو له نورو ځانګړتیاوو څخه دي، چې سالم شخصیت لري. دا افراد د خپل ټول ژوند لپاره پروګرام لري او په دې باندې پوهېږي، چې د څه شي په لټه کې دي او څه غواړي، هغوی واقع بین دي او خپلې موخې یوازې یوازې د خیالاتو پربنسټ باندې نه رامنځته کوي.
 
خلاقیت او نوښت
د یوه سالم کس یوه بله له مهمو چلندیزو ځانګړتیاوو څخه داده، چې باید خلاق وي او د خپل ژوند لپاره نوې او جوړونکې آیډیا او موخه ولري، ترڅو بریا ته د رسېدو احتمال یې زیات شي. هغه افراد، چې سالم شخصیت لري له نوښت او په نویو لارو باندې له تللو څخه نه وېرېږي او که فکر وکړي، په کومه لاره چې روان دي، سمه ده، حتا که نورو یې شونې ونه ګڼي، نو هغې لارې ته دوام ورکوي، ځکه په خپل ځان باندې اعتماد او باور لري.