څه وکړو، چې مدیر په موږ اعتماد وکړي؟

ټول کارمندان غواړي، چې په کار ځای کې د اعتماد وړ وي او ډېره زیاته هڅه کوي، چې دا اعتماد ورځې تر بلې زیات او پیاوړی شي، که غواړئ په خپل کاري چاپېریال کې، له خپل مدیر سره اغېزناکه اړیکه ولرئ، نو باید د هغه اعتماد ترلاسه کړئ، خو دا چاره څنګه شونې ده؟ دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره، لاندې لیکنه تر پایه ولولئ.
 
له هغه سره خپلې موخې شریکې کړئ
تاسو باید خپلې موخې له خپل مدیر سره شریکې کړئ، که چېرې ستاسو موخه د مدیر له هغې موخې سره، چې په خپل سر کې یې لري، توپیر ولري، ژر یا په ځنډ سره، له ستونزو سره مخ کېږئ. د بېلګې په توګه: ښایي تاسو سخت کار وکړئ، خو کومه پایله چې تاسو ترلاسه کوئ، له هغې پایلې سره، چې مدیر یې تمه لري، یوه نه ده، هغه داسې تصور کوي، چې تاسو د هغه ټولي ته هېڅ ګټه نه ده رسولې، له دې امله، نه یوازې له هغو تمو څخه چې هغه یې په خپل سر کې لري، خبر شئ، بلکې خپلې موخې هم په خوله راوړئ. دا کار نه یوازې یو ځل، بلکې هر څو وخته وروسته یې باید یو ځل ترسره کړئ، ترڅو د پام وړ پایله ترلاسه کړئ.
 
د مرستې له غوښتلو مخکې، په خپله هڅه وکړئ
دا چې له نورو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ، اصلاً بده خبره نه ده، مدیر به هم د شرکت د پرمختګ په موخه تاسو ته د رد ځواب درنه کړي، خو غوره ده، د هر ډول مرستې له غوښتلو څخه مخکې، د ستونزې د حل لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ، بېلابېلې لارې وازمویئ او د هرې یوې نچوړ ولیکئ او په پای کې هغه وړاندیز چې په خپل سر کې یې لرئ، هم بیان کړئ، ترڅو مدیر مو پوه شي، چې تاسو خپله ټوله هڅه کړې ده، حتا که د پام وړ پایلې ته نه یاست رسېدلی.
 
تېروتنې مو مه تکراروئ
موږ انسانان یو او انسان جایزالخطا دی، خو دا چې تاسو یوه تېروتنه څو څو ځله تکرار کړئ، نور نو نیمګړتیا ستاسو ده او کولای شي پر تاسو باندې د مدیر اعتماد مو له منځه یوسي. دا چې تاسو څو بېلابېلې تېروتنې وکړئ، له هغه وخت څخه ډېر غوره دی، چې یو تېروتنه څو څو ځله تکرار کړئ.  له دې امله، که غواړئ پر تاسو باندې د مدیر اعتماد مو له منځه لاړ نه شي، نو له خپلو تېروتنو سره ډېر احتیاط کوئ او هڅه وکړئ، چې تېروتنې مو ډېرې را کمې کړئ.
 
د خپل مدیر په ژبه پوه شئ
که تاسو وغواړئ د خپل مدیر اعتماد ترلاسه کړئ، نو باید د هغه په ژبه پوه شئ او په همغې ژبې باندې ورسره خبرې وکړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې مدیر مو د کلیاتو په پرتله جزئیاتو ته ډېر ارزښت ورکوي، تاسو هم باید هغه ته په جزئیاتو سره مسایل بیان کړئ. اړینه نه ده، چې د هغه په خاطر خپلو خبرو ته بدلون ورکړئ، بلکې باید د بیانولو بڼې ته یې د مدیر په ژبه بدلون ورکړئ، هغه وخت به ووینئ، چې ستاسو ترمنځ اغېزناکه اړیکه او لا ډېر اعتماد رامنځته شي.
 
د خپل مدیر د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید ښه اورېدونکی واوسئ. د بېلګې په توګه: کله چې هغه د خبرو کولو په حال کې دی، موبایل ته مو مه ګورئ، پرځای یې سترګیزه اړیکه ولرئ، په دې صورت کې وینئ، که ښه اورېدونکی واوسئ، نو د مدیر اعتماد به مو هم پر تاسو زیات شي.
 
د همکارانو نظر را واړوئ
که غواړئ کومه آیډیا یا هم کومه خبره د مدیر تر غوږو ورسوئ، نو غوره ده، چې تر هغې مخکې له خپلو همکارانو سره مشوره وکړئ او د هغوی نظر وغواړئ. که تاسو وکولای شئ، چې هغوی له خپل ځان سره همغږي کړئ، هغه اغېز، چې په مدیر باندې به یې وښندئ، څو برابره به شي. له خپلو همکارانو سره مشوره او همکاري کول، کولای شي، پر تاسو باندې د مدیر اعتماد زیات کړي.
 
له هغه سره تر مخالفت مخکې، اجازه واخلئ
کله چې تاسو د خپل مدیر نظر نه منئ، مخکې تر دې، چې خپل مخالفت څرګند کړئ، نو غوره ده، چې له هغه څخه اجازه واخلئ. د بېلګې په توګه: د دې پرځای، چې د هغه له نظر څخه وروسته په چټکه توګه ووایئ: «لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ، داسې نه ده»، غوره ده، ووایئ: «کولای شم نظر مې څرګند کړم؟» په دې صورت کې به مدیر ستاسو نظر د دویم وړاندیز په توګه واوري او هرکلی به ترې وکړي، خو که داسې چلند وکړئ، چې ګویا یوازې له هغه سره د مخالفت لپاره راغلی یاست، هغه به هم جبهه ونیسي او ستاسو د خبرو له اورېدو سره به لېوالتیا ښکاره نه کړي.
 
حتا که ډاډه یاست، چې ستاسو خبره د مدیر تر غوږو نه رسېږي، نو بیا هم غوره ده، چې په مدیر پسې له خبرو کولو څخه ډډه وکړئ، که چېرې په مدیر پسې خبرې وکړئ، نه یوازې کوم مثبت کار نه ترسره کوئ، بلکې په خپلو لاسونو د خپل ځان لپاره څاه کنئ.