هر څه په تدریج سره ترسره کړئ

دا حقیقت دی، چې هر څه په یو وخت نه ترسره کېږي، هر څه ته به فرصت ګورئ، پلان به ورته نیسئ، فکر او غور به پرې کوئ، ناسته او ولاړه به کوئ، ګرځئ را ګرځئ به، مشورې او لارښوونې به اخلئ او بیا به یې ترسره کوئ، همدا بېلګه کټ مټ د ټولنیز ژوند هم ده، هر څه ترسره کېږي، خو په پیاوړي هوډ سره، په حوصلې او زغم سره، په مینې او لېوالتیا سره، په ویاړ او افتخار سره.

فرضاً نن د شنبې ورځ ده، تاسې غواړئ یو پراخ پلان مو عملي کړئ او د اټکل له مخې دا پلان پیچلی دی، ترسراوی یې دروند مسوولیت لري، وخت پرې لګیږي او تر ټولو مهمه لا دا چې ستاسې حوصله او انرژي لا ډېره غواړي، بیا مه غواړئ چې دا چارې دې هرو مرو همدا نن یا په دوه – درې ورځو کې ترسره کړئ، اړتیا دا ده چې دې چارو ته له بېلابېلو زاویو وګورئ، هر څه ته د ارزښت او اهمیت له مخې وګورئ او وسنجوئ چې کومې کړنې باید نن او کومې باید سبا ترسره شي. 

دا چې بشپړه اوونۍ د کار لپاره غوره ورځې بلل کېږي، که تاسې د خپلې کړنلارې مطابق د اوونۍ په ورځو ووېشئ، ګټې به وکړئ، چارې به مو په ښه ډول ترسره کړئ، مینه به ترلاسه کړئ، هم به ځان خوښ کړئ او هم به نور، هغوی چې تاسې څاري او لېوالتیا درسره لري، هرو مرو ستاسو په بریالیتوب خوښیږي او هغوی چې ستاسو په چارو او روزمره ښو فعالیتونو یو ډول ربړیږي، په خپل بریالیتوب او مخته تګ سره به ورته خپل غښتلی او فولادي هوډ ثابت کړئ او دا تر بل هر څه ډېره مهمه ده چې ارزښت به مو معنویاتو ته ورکړی وي او کله چې یو انسان له معنویاتو شتمن وي، بیا دا وخت بریالیتوب دوه وارې تاسې مبارک شه. 
پای