د وېرې کمول، د بریا خپلول!

وېره، کم جرئت، ډار هغه بد مرغه احساس (فیلینگ) دی، چې د ژوند او کارونه پر وړاندې مو لوی خنډ او ځنډ راولي. له خپلو کارونو مو؛ وروسته پاتې کوي او تاسې نه پرېږدي، چې مخ پر وړاندې لاړ شئ او حرکت وکړئ، چې دا کار نه یواځې د منلو وړ نه ده؛ بلکې خواشینوونکی او دردونکی هم ده.

د خبرو کولو پر مهال، زمونږ خوله وېره تړي. د کامیابي لومړی دښمن ویره ده. وېره د بریا فرصتونه درنه اخلي. وېره مو ژوند تریخوي. وېره مو شته، وړتیاوې پټوي. وېره مو په ځان باور له صفر سره ضربوي. د وېرې پر مهال، د زړه نا زړه توب په ناروغۍ هم اخته کېږئ. فرض مثال: 

خبرې وکړم؟ پوښتنه وکړم؟ سلام ورباندې واچوم؟ د کسانو ډلې ته ورشم؟ خبرو کولو ته پورتم شم؟ موضوع تشرېح او توضېح کړم؟ چې دا ټولې نښې- نښانې د زړه نا زړه توب علامې دي، چې اساس یې وېره، ډار او کم جرئت دی.

د نېکمرغۍ ځای دا دی، چې وېره کمېدلای، کچه یې ټیټېدلای شي، چې بیا به هېڅوک د خبرو پر مهال ستاسې د وېرې شتون احساس نه کړي.

وېره لرم، څنگه یې کنټرول کړم؟
په دې بحث نه دی، کول پکار چې ولې وېره لرم؟ ټول پوهېږي، چې ولې کم جرئته دی؟ ولې په خپل ځان باور نلري؟ ټول لاملونه یې کورنۍ ریښه لري. ماشومتوب کې ماشومانو ته وخت نه ورکول، خبرو ته غوږ نه کېښودل...؟

د وېرې د کچې د راټیټېدو لپاره؛ اول باید دا ومنل شي، چې ټول انسانان ویره لري، وېره موجوده ده او وېره په بشپړ ډول له منځه نشي تللی؛ خو کچه- فیصدي یې ښکته کېدلای شي. کله چې ویره ومنل شي، بیا یې کچه په اسانۍ راټیټېدلای شي.

«اقدام وېره وژني.»
کله چې، له وېرې تښتئ، وېره ته ډک میدان پرېږئ او درپسې منډې وهي. غوره لاره دا ده چې،  وېرې پر ضد اقدام وکړئ او وېرې ته منډې ورکړئ. له پښو یې وغورځوئ. یو ځای کې، د خبرو کولو فرصت بهترین فرصت دی، له لاسه یې مه ورکوئ.

د وېرې په اړه ډېرې مقالې او کتابونه لیکل شوي، چې یواځې خام مواد دي. په پخو موادو هله بدلیږي، چې تاسې عملاً د وېرې پر وړاندې اقدام وکړئ، چې په دې برخه کې مقالې او کتابونه یواځې ښایي، د اقدام په طرز او تګلاره مو پوی کړي؛ خو له اقدام، عمل پرته وېره نشي مهار کېدای، یعنې تاسې خپله یاست، چې وېره کمولای شئ، هېڅوک درسره د وېرې په کمولو کې مرسته نشي کولای، دا ځاني پلان او قدام غواړي.

پر وېرې د برلاسۍ لارې- چارې:
۱: تصمیم ونیسئ، چې هر څه کیږي، ښوونځي، پوهنتون او نورو ځایونو کې به خبرې کوئ؛
۲: ژمنه وکړئ، چې له خپلو ښوونکو به ښې پوښتنې کوئ؛
۳: پرېکړه وکړئ، چې په هره غونډه، کنفرانس او سیمینار کې به حتماً برخه اخلئ او خپل نظر به شریکوئ؛
۴: هوډ وکړئ، چې په لارو، موټرو او تفریحي ځایونو کې به له ځوانانو سره جوړ پخیر خبرې کوئ؛
۵: ځینې وخت، له خلکو د ځایونو د ادرسونو او وخت (بجو) پوښتنه هم کولای شئ؛ 

دوه کاره کولای شئ: 
یا به وېرې ته ماتې ورکوئ او له شته فرصتونه امکاناتو به گټه پورته کوئ یا به ټول عمر؛ د وېرې تر اغېزې لاندې فرصتونه ضایع کوئ.

که دا کارونه مو وکړل، په وېرې به لویه بلاء رانازله کړئ او وېره به کنډو- کپره، دړې- وړې کړئ او تاسې به ډېره ګټه کړي وي.