د جوارو نينې او روغتيايي کټې يې 

د جوارو نينيې غلې دانې، خواړه/ناشته ده، چې د ښه خوند وراېخوا روغتيايي ګټې هم لري. دا خواړه د لوړ فایبر لرونکو صحي خواړو په نوم پیژندل کیږي. د جوارو نينو په اړه تر سره شوې څېړنې ښيي، چې دا خواړه (پاپ کارن) د پام وړ  انټي اکسیډنټ څخه برخمن دي چې د فینولیک اسیدونو په نوم پیژندل کیږي.

یوې بلې څیړنې څرګنده کړې چې د جوارو نينيې د کچالو چپس په پرتله لنډمهاله ډېره ارامتیا لري. دا د دې د نسبتاً ټیټې کالوري او د هغه کسانو لپاره ښه ټاکنه ده چې انرژي يې پوره، د لوږې احساس يې کم خو وزن يې زیات نه شي.

د شکر ناروغي کموي
د جواور نينې د ټیټ ګلاسیمیک ځانګړنې (GI) لري  او دې سره وينه کې خواږه او ګلوکوز راښکته کيږي. 

د زړه ناروغيو مخنېوي کې ښه رول لوبوي
د فایبر لوړه اندازه، چې جوارو نينو کې شتون لري، دزړه د ناروغۍ خطر کموي. فایبر د متوازنې غذا یوه مهمه برخه ده، او دې خواړه کې يې اندازه ډېره ده. 

د لوړ فشار ټیټ خطر کموي 
د شکرې او زړه ناروغۍ خطر کمولو سربیره، که چېرې د جوارو نينې ډېره مالګه ونه لري، نو د  لوړ فشار مخنېوی پرې کېږي. 

وزن پرې کمولی شئ 
د جوارو نينې په ډېره کچه فايبر او په کمه اندازه کالوري لري، چې پايله کې ورځنی خوراک يې  ستاسې د وزن کمولو کې در سره مرسته کولی شي.