ملګری زموږ په ژوند کې څه رول لري؟

د ملګري لرل د افرادو په ټولنیزو اړیکو باندې ډېر زیات اغېز لري، د ملګري لرل د افرادو په ژوند کې یوه له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي او د ارواه پوهانو څېړنې څرګندوي، هغه کسان، چې ملګري لري، له روغو او سالمو اړیکو څخه برخمن دي، موږ په دې لیکنه کې په شخصیت باندې د ملګري اغېز ارزوو.
 
د شخصیت په رامنځته کېدو باندې د ملګري اغېز، د ژوند په دوران کې، په ځانګړې توګه د تنکۍ ځوانۍ او ځوانۍ په دوران کې یوه له ډېرو مهمو مسایلو څخه ده، چې باید ورته پام وشي، په سختو او ستونزمنو شرایطو کې د اعتماد وړ ملګری په خپل اروایي ملاتړ سره کولای شي، د فرد په ټولنیز وضعیت باندې ښه اغېزه وښندي، یو ښه او با شخصیته ملګری، هغه نعمت دی، چې په وسیله یې کولای شو، چې د خپل شخصت پیاوړي او کمزوري ټکي وپېژنو، هغه مرسته کوي، ترڅو د خپل شخصیت کمزوري ټکي لیرې او خپل پیاوړي ټکي غښتلي کړو، کله چې یو فرد د خپل ملګري ترڅنګ د هوساینې او آرامتیا احساس کوي، په ناخبره توګه هغه یو منطقي او د باور وړ شخص ګڼي، په همدې دلیل د خپل ملګري چلندونو ته میلان پیدا کوي او شخصیت یې د مقابل لوري د چلندونو تر اغېزې لاندې راځي.
 
ملګري کولای شي، په یو نه یو ډول ژوند تر اغېزې لاندې راولي؛ په دې موضوع باندې کابو ټول پوهېږي، هغه څه چې ډېری خلک نه پرې پوهېږي، دا دي، چې دا اغېز ښندنه د هغوی له تصور څخه ډېره ځواکمنه ده، ملګري یوازې ستاسو په تصمیمونو کې اغېز ښندونکي نه دي، بلکې هغوی کولای شي، د دنیا په اړه په تاسو کې بدلون رامنځته کړي، درک مو بدل کړي او له تاسو نه یو توپیري شخص جوړ کړي. په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته ووایو، چې څه ډول ملګري کولای شي، ستاسو په ژوند کې اغېز ښندونکي وي او دا اغېز ښندنه تر کومه بریده ځواکمنه ده.
 
په شخصیت باندې د ملګري د اغېز ارزونه
د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره باید څه وکړئ؟ د ملګري لرل، یوه له بنسټیزو بشري اړتیاوو څخه ده او د بشر د ژوند په کیفیت کې مهم دی، د تنکۍ ځوانۍ او ځوانۍ پرمهال دا چاره ډېر زیات شدت پیدا کوي او تر ډېره د پام وړ ده، موږ ټول په دې باندې پوهېږو، چې د ښه او وړ ملګري شتون، په ژوند کې کولای شي ښه اغېز ولري. د ځوانۍ دوره د ملګري موندلو دوره ده، چې له لوړ حساسیت څخه برخمنه ده، هغه کسان، چې د ټولنیز ژوند په درشل کې قرار لري، د ملګري موندلو اغېز ډېر درک کوي.
 
لکه څنګه چې پوهېږئ، د بلوغ  پرمهال د ملګري موندل، ډېر زیات ارزښت لري، ځکه ملګري د فرد د ژوند تګلوری رامنځته کوي او په ټاکنو کې یې مهم رول لوبوي، له بلې خوا څېړنې څرګندوي، په دې دوره کې د فرد لپاره ډېر زیات هورموني بدلونونه رامنځته کېږي، دا هورموني بدلونونه کولای شي، د فرد په اړیکو اغېز ښندونکي وي، په دې وخت کې، فرد د یوازېتوب احساس لري او دا د یوازېتوب احساس به د فرد د ځور سبب شي.
دې ته په پام سره، چې د تنکۍ ځوانۍ دوره په ټولنه کې د فرد د مېشتېدو درشل دی، د ملګرو رول به زیات شي، په دې وخت کې ښه او سم ملګری کولای شي، د فرد پر وړاندې سم تګلوري کېږدي، که غواړئ په دې دوران کې مو شخصیت پیاوړی کړئ، نو غوره ده، چې ښه ملګري وټاکئ، تاسو کولای شئ، د ښو دوستانو له لارې خپل استعدادونه وغوړوئ، تاسو له دې لارې کولای شئ، په اغېزناکو ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون وکړئ.
 
په جسمي سلامتیا کې د ملګري رول
څېړنې څرګندوي، د ملګري موندل کولای شي، د افرادو په اروایي او جسمي روغتیا باندې اغېز ولري، هغه کسان، چې بد ملګري لري، روږدي توب (اعتیاد)، جنسي ستونزو او ..... په لور ځي. تاسو د ښو ملګرو ترڅنګ کولای شئ، د ژوند روغه او سالمه بڼه ولرئ، د روغ ژوند بڼه کومې ځانګړتیاوې لري؟ ورزش کول، پلی مزل، د ټولنیزو فعالیتونو ترسره کول او ...  ملګري کولای شي له جسمي روغتیا سره مستقیمه اړیکه ولري او د روغ ژوند له مهمو بڼو څخه دي، دې په پام سره، چې تنکي ځوانان له خپلو ملګرو سره ډېر زیات وخت تېروي، والدین  په زوی باندې د هغه د ملګرو د اغېز په اړه اندېښنې لري، هغه خطرناکې ملګرتیاوې، چې د ژوند په دې برخه کې د افرادو ژوند ګواښي، د دې سبب ګرځي، ترڅو والدین ډېرې زیاتې اندېښنې ولري. د دې موخې لپاره کولای شو، د فرد د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د ملګري رول په پام کې ونیسو، دا کسان د زده کړو او دندې د موندلو پرمهال به له خپلو ملګرو څخه تقلید او بېلګه اخیستنه وکړي.
 
په تصمیم نیونه کې د ملګري رول
دې ته په پام سره، چې د افرادو په شخصیت باندې د ملګري اغېز کلیدي او حیاتي دی، کولای شو ووایو، په ژوند کې د ملګرو یو له مهمو رولونو څخه کولای شو د فرد د تصمیم نیونې په ځواک کې ښکاره کړو، دې ته په پام سره، چې د تنکۍ ځوانۍ دوره د فرد په ژوند کې یوه له بې نظمه، پرېښانه او کړکېچنو دورو څخه ده، ملګري کولای شي ستاسو لپاره تصمیم نیونه آسانه کړي، په دې دوران کې د شېبه ایزو تصمیمونه ونډه زیاته ده او په دې وخت کې تنکی ځوان له ډېر خپګان او پرېښانۍ سره مخامخ کېږي، د ملګرو شتون کولای شي د فرد په جامو، زده کړو، کار او .... باندې ډېر زیات اغېز ولري، د دې لپاره باید هڅه وکړئ، ترڅو تنکي ځوانان د ښو ملګرو په منځ کې مېشت کړئ، دا موضوع د والدینو له خوا هم د ارزښت وړ ده او والدین باید د خپل زوی د ملګرو د ټاکلو په برخه کې ډېر زیات پام وکړي. د ماشوم په روزنه کې د همزولو رول هم ډېر زیات مهم دی.
 
د اړیکو په رامنځته کېدو کې د ملګري رول  
هغه کسان، چې د ملګرو په توګه یې خپل ژوند ته داخلوئ، تاسو ته دا درښیي، چې څنګه وبښئ، وخاندئ  او خبرې اترې ولرئ، دا د هر ډول اړیکې بنسټ دي، له واده نیولې تر کاري اړیکې پورې، د دې هرڅه ریښه په ملګرتیا کې ده، تاسو له خپلو ملګرو څخه زده کوئ، څنګه له نورو سره چلند ولرئ، څه کسان ستاسو مخالف دي او هغه کسان، چې د نړۍ په اړه توپیري لید لري. تاسو یوازې له نورو سره خبرې نه کوئ، بلکې له هغوی څخه زده کړه کوئ او د نویو افرادو د خبرو تګلاره درک کوئ او پوهېږئ، چې څه څیز هغوی ستاسو لپاره توپیري کړي دي، دا کسان له تاسو سره مرسته کوي، د عاطفي خوندیتوب پرمهال، د خپلې هوساینې له ټکي څخه بهر شئ، ترڅو وکولای شئ، واقعاً په خپله واوسئ.
 
د فزیکي او ذهني ځواک په ډېرښت کې د ملګري رول
د ملګري یوه له پام وړ ګټو څخه داده، چې ذهن او بدن مو پیاوړی ساتي، په حقیقت کې د سالمې تغذیې او د مناسبو غړو په څېر د فزیکي روغتیا لپاره اغېزناک دی. نوې څېړنې څرګندوي، چې په ژوند کې د ملګري لرل، له مغزي روغتیا سره به هم مرسته وکړي، ملګري مرسته کوي، چې له سټرس سره مبارزه وکړئ؛ په ژوند کې غوره ټاکنې ولرئ، ترڅو پیاوړي پاتې شئ او اجازه ورکوي، چې په چټکه توګه مو روغتیایي ستونزې لیرې شي. ملګرتیا د اروایي روغتیا لپاره هم ګټوره ده، په دې برخه کې څېړنه ښکاره کوي، چې له مثبتو ملګرو سره د وخت تېرول، لیدلوری به مو ښه کړي، دا یانې کله چې تصمیم نیسو، له خوشاله افرادو سره مل شو او ورسره وخت تېر کړو، نو خوشاله به یو.
 
د یوازېتوب پرمهال د ملګري رول
ملګري نه شي کولای، چې په بشپړه توګه د یوازېتوب درملنه وکړي (دا یو عام ناسم باور دی)، خو له موږ سره د یوازېتوب په اوږد کې مرسته کوي، موږ زده کوو، چې څنګه مهرباني ومنو او کله چې مرستې ته اړتیا لرو غوښتنه یې وکړو، له ملګري پرته، چې په ژوند کې مو کومې سختې ورځې درلودې، د دې سبب ګرځي، چې د هغو ملګرو په ارزښت باندې پوه شو، چې زموږ د ژوند په ټولو پړاوونو کې یې شتون درلوده، له ملګرتیا څخه د یوه ثابت بهیر لرل د دې سبب ګرځي، چې پوه شو، ځینې ملګرتیاوې تل پاتې نه دي، خو هره یوه به یې زموږ لپاره ځانګړي څیزونه ولري، موږ خپل ځان ښه پېژنو او څومره ښه ده، چې یو څوک ولرو، یوازې یو کس، چې موږ پېژني او درک کوي مو، دا په یوازېتوب باندې د غلبه کولو کیلي ده.
 
د ژوند د کیفیت په ښه والي کې د ملګري رول  
ملګري کولای شي، چې زموږ د درناوي کولو سیستم ته بدلون ورکړي، په پایله کې زده کوو، چې خپل ژوند ته لا ډېره مانا ورکړو، هغه وخت، چې له خپلو ملګرو سره یې تېروو، په غوره خبرو اترو، له زړه خوږي ډکو ملاتړنو او خوشالۍ سره یې ډکوو، په ژوند کې د مثبتو افرادو په لرلو سره، تر ډېره د منندویۍ په اړه فکر کوئ او د نورو لپاره به ښه کارونه ترسره کړئ. موږ د ښو ملګرو په لرلو سره، یوازې ژوند نه کوو، بلکې وده به هم وکړو.