د فوټبال نړيوالې اتلولۍ او له هغو څخه د سياسي استفادې هڅې

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ دوه ويشتمه دوره لوبې چې د همدې نومبر له ۲۱ مې څخه د دسمبر تر ۱۸ مې پورې په قطر کې ترسره کېږي، د نارينه وو د فوټبال هغه اتلولۍ دي چې هر ۴ کاله وروسته يو ځل د  فوټبال د نړيوال فيډرېشن (فيفا) Fédération internationale de Football Association د غړو هېوادونو لخوا ترسره کېږي.  دا لومړی ځل دی چې ددې لوبو کوربتوب منځنی ختيځ او يو عربي هېواد پرغاړه لري. او همدارنګه له ۲۰۰۲ ميلادي کال څخه را وروسته دا دويم ځل دی چې د اسيا په لويه وچه کې د فوټبال نړيوالې اتلولي ترسره کېږي او سربېره پر دې به دا وروستی ځل وي چې يوازې د فوټبال  ۳۲ لوبډلې يو له بل سره لوبېږي، ځکه له دې وروسته د ۲۰۲۶ ميلادي کال اتلوليو او له هغه وروسته  کلونو لپاره ۴۸ لوبډلې په پلان کې دي چې يو له بل سره ولوبېږي.  د قطر ګرم موسم ته په کتلو دا نړيوالې اتلولي د نومبر په اواخرو څخه د دسمبر تر نيمايي پورې پلان شوې دي.
 
دا لوبې چې قطر ورته ۲۰۰ زره ميلیونه ډالر مصرف کړی دی د فوټبال په تاريخ کې تر اوسه تر ټولو ډېر لګښتي لوبې دي. قطر چې د افغانستان له هرات ولايت څخه کوچنی دی ، اته لوبغالي یې د لوبو لپاره اماده کړي دي او  نندارچيان کولای شي ان د ورځې ۲ او ۳ لوبې هم وګوري ځکه د فوټبال د لوبغالو تر منځ حد اکثر واټن تر ۷۵ کیلومتره ډېر نه دی. او حيرانونکې داده چې شاوخوا يو نيم ميلیون کسان به دا لوبې وګوري او د فوټبال په تاريخ کې حيرانونکې لوبې دي چې په دومره ډېر شمېر کې خلک یې ليدلو ته ورځي. تنظيمونکي یې وايي لکه څنګه چې د فوټبال د نړيوال فيډرېشن شعار دی چې (په ورزش سره د نړۍ د هېوادونو تر منځ د سولې ټينګښت) همداسې بايد ددې شعار تر چتر لاندې لوبې وشي.
 
 تر اوسه پورې دری څلور هغه سترې ننګونې دي چې د قطر د فوټبال نړيوال جام تر سيوري لاندې راوستلی شي .
لومړی: په قطر کې د اسیايي کارګرانو سره د قطر د دولت زور زياتی چې د لوبو لپاره د بنسټونو د جوړولو پرمهال پکې ځينې د دروند کار او زور زياتي له امله مړه شوي او يا په زور مجبور شوي چې خپلو هېوادونو ته د ځای د خالي کولو په خاطر لاړ شي.
 
دويمه مسئله: د ايل جي بي ټي مسئله ده چې قطر ورته د مذهبي او کلتوري ليدلوري  نندارچيانو ته اجازه نه ورکوي چې دا مسئله د لوبو په ميدانونو او د باندې د قطر په کوڅو کې را پورته کړي.
 
درېيمه مسئله:  د امريکا، ناټو ، او اوکراين لخوا د سياسي استفادې پر بنياد د ځينو  لوبډلو د فوټبال له نړيوال جام څخه ايستل دي چې ګويا ددې هېوادونو دولتونه سمې پاليسي نه پلي کوي او مشخصاً يې ايران ته ګوته نيولې چې ګويا ايران د اوکراین پرخلاف د روسيې ملاتړ کوي او هغې ته بې پيلوټه الوتکې او نورو نظامي تجهيزاتو مرسته کوي.
 
په وروستيو کې د امريکا ، ځينو اروپايي هېوادونو او اوکراين لخوا داسې هڅې کېږي چې د فوټبال نړيوالو لوبو کې د ځينو هېوادونو د نفي کولو او د لوبو له ميدان څخه د ايستلو کار ترسره کړي. خو د فوټبال نړيوال فيډرېشن مشر اينفانتينو ددې ټولو هڅو په مقابل کې په اتلوليو کې لوبېدونکو ۳۲ لوبډلو ته په ليکلي  ليک کې غوښتنه کړې ده چې يوازې په قطر کې د فوټبال په لوبو تمرکز وکړي او له دې ورزش څخه دې د (ايډيولوژيکې جګړې) او سياسي استفادې په توګه کار وانه اخلي او نه دې هم سياسي شعارونه پکې بدرګه کوي.
 
نوموړي په ليک کې ليکلي پوهېږو چې فوټبال په هېوادونو کې مهم نقش لري او په هغه اندازه مشکلات او ننګونې هم ډېرې دي خو  اجازه مه ورکوئ چې فوټبال دې د سياسي لوبو او ايډيولوژيکو لوبو او سياسي غچ اخيستنې ډګرشي او وايي چې فيفا سياسي سازمان نه دی چې قضاوتونه وکړي ، لوبې وکړئ او له ليدلو يې خوند واخلئ!
 
د فيفا دا ځواب  په يو ډول د امريکا ، ناټو او اوکراین د هغو خبرو پر وړاندې منفي غبرګون او جدي عکس العمل دی چې غوښتل یې په سياسي استفادې او فشار واردولو سره د فوټبال له نړيوال جام څخه  د ايران لوبډله او نورې هغه لوبډلې چې د دوی فکر کوي  هېوادونه یې د روسيې سره په ارتباط د اوکراين په مقابل کې متخاصم سياست لري د فوټبال له نړيوال جام څخه حذف کړي.
 
په دې وروستيو کې اوکراين له هرې لارې کوشش کوي چې له هغو هېوادونو چې ګويا له روسيې سره په مرسته تورن دي په هر ډګر کې غچ واخلي او خلک یې پر وړاندې راوپاروي او د ناټو او امريکا په ملاتړ یې دا ځل سپورټ ته هم راودانګل چې هغه هېوادونه چې د دوی خوښ نه دي له لوبو بهر کړي. خو د فيفا پرونۍ ليک دې ټولو هڅو ته د پای ټکی کېښود او فيفا وويل: چې هيڅ ډول سياسي او ايډيولوژيکه استفاده بايد له لوبو څخه ونشي او هماغسې چې د فيفا شعار دی چې په لوبو سره د هېوادونو تر منځ سولې ټينګښت هماغه پالیسي بايد خپله شي.
 
 خو بيا هم د قطر لپاره يوه ننګونه د ټولو ګډونوالو لپاره د مساوي فرصتونو د تضمین برابرول دي.
قطر کلونه کلونه دې لوبو لپاره په ډېرې تېزي سره تياري کړې وې او شپه ورځ په دې هڅه کې وو چې ددې لوبو لپاره هر ډول اساتنياوې برابرې کړي او په دې برخه کې یې د فوټبال له ډېرو نامتو شخصیتونو او هغو هېوادونو څخه چې په دې برخه کې یې مخکې لوبې کړې دي لکه روسيه، جاپان او نور... چې له دې مخکې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې روسيه  ددې لوبو کوربنه وه له مشورو څخه ګټه اخيستې  او له هره اړخه یې ځان دې لوبو ته چمتو کړی دی.
 
په هر حال د اتلوليو له پای ته رسېدلو وروسته به معلومه چې څه ډول له دې ننګونو چې یادونه یې وشوه قطر او په لويه کې فيفا بريالۍ راوځي او څه ډول به دا نړيوال جام په ارام او سوله ييز ډول پای ته رسېږي ، ځکه لا هم داسې چالشونه شته چې قطر ورسره مخامخ دی او دا لومړی ځل دی چې قطر د دومره ډېرو خلکو او نندارچيانو او د داسې سترو لوبو کوربتوب کوي. خو وخت به معلومه کړي چې څه بايد شوي وای او څه بايد نه وای شوي؟!