د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، که د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ونه شي کولى چې په زور اوکراين ونيسي، نو اوس هڅه کوي چې له نورو لېرې اوکراين تر خپلې والکې لاندې راولي.
له هغه وخته چې د کییف ځواکونو د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د روسي ځواکونو پر وړاندې پرمختګ کړی، روسیې په پرله پسې ډول د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو د توغندیو او چاودیدونکو الوتکو باران پيل کړی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ په جرمني کې د G7 د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل: "ولسمشر (ولادیمیر) پوتین پریکړه کړې چې که هغه په زور سره اوکراین نشي نیولی، نو هڅه به وکړي چې اوکراين کنګل کړي."
له بلې خوا، امریکا اوکرایین ته ۴۰۰ میلیونه ډالره نوره پوځي مرسته لېږي او په جرمني کې د امنیتي مرستو یو مرکز جوړوي چې اوکراین ته د وسلو د لېږد او پوځي روزنې څارنه به کوي.
د اوکراين جګړه کې د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه د روسيې ضد سره راټول شوي دي او د روسيې له خوا پيل شوې جګړه کې يې اوس مهال روسيه له سخت مقاومت سره مخ کړې ده.
وروستي