دوه مخي خلک وشړئ

دوه مخي او منافق خلک که ستاسې تر څنګ وی، بیا ومنئ، چې په لوی لاس مو مار ته په لستوڼي کې ځای ورکړی، ژوند مو په لوی لاس ځانته بدرنګ کړی، په خپله خوښه مو د بریا یوه دروازه تړلې او تر ټولو بده لا دا چې خپل چاپیریال مو ځانته ککړ کړی، هغه چاپیریال چې تاسې بریالي کوي هم او د بریاوو ترمنځ مو واټن هم پیدا کوي.

ژوند باید د دې لپاره وکړو چې نېکمرغي ترلاسه کړو، موخو ته دې ورسیږو او بالاخره بریاوې دې خپلې کړو، په تدریج سره دې مخته ولاړ شو او هغه موخې چې باید د کال په اوږدو کې مو پلان کړې دي، شا یې ونیسئ او تر هغه یې وڅارئ، څو مو ترلاسه کړې نه وي.

دا چې دومره اوږد پلان هم ولرو، بیا باید په تمامه معنا ځانته خپل چاپیریال پاک وساتو، له دوه مخو واټن ونیسو او له ځان څخه یې وشړو، پر ځای یې نېکان او اخلاصمند خلک ځان سره یو ځای او د کار روحیه او انګېزه ترې ترلاسه کړو.

پای