کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو په يوې ناسته کې د ۱۹۴۷ز کال د اکتوبر مياشتې ۲۷مه نېټه د جمو او کمشير خلکو لپاره د يوې تورې ورځې به نوم ونمانځله. د مسوولينو په وينا چې لسيزې وړاندې پر همدې ورځ هندوستان د جمو او کشمير د خلکو د خوښې خلاف دا سيمې ځان پورې کړې.
کابل کې د پاکستان شارژدافېر سرفراز احمد خان خپلو خبرو کې وويل، چې د کشمير درې ولس د نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د دوی غږ واخلي او د کشمير خلکو د انساني حقونو په پار لاس په کار شي.
په دې اړه يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويلي، چې له همماغه ورځې بيا تر نن د هندوستان حکومتونو د جمو او کشمير خلکو پر وړاندې له انسانيت لېرې او تاوتريخوالي ډک چلند کوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر کشميريان قرباني شوي دي.
کابل کې د پاکستان سفير په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد به يې د کشمير خلکو د خپلې ارادې او خپلواکۍ لپاره ډېپلماټيکو او سياسي هڅو او اړيکو ساتلو ته لا غښتلتيا ورکړي.
وروستي