هغه کارونه، چې یوه مېرمن یې باید د ورځې په اوږدو کې ترسره کړي

که غواړئ، چې د ژوند یوه روغه او سالمه بڼه لرئ او له لا ډېرې روغتیا څخه برخمنه واوسئ، دا لس کارونه مو له ژوند څخه مه لیرې کوئ.
 
لس کارونه، چې یوه مېرمن یې باید هره ورځ ترسره کړي
موږ هره ورځ، ټوله ورځ په بیړه او چټکتیا کې یو، له موږ څخه ډېری د ورځې په پای کې شاته ګورو او حیرانېږو، چې ولې مو ټول کارونه پای ته ونه رسول، که څه هم د دې چانس لرو، چې وکولای شو، ډېر زیات کارونه ترسره کړو، خو ارزښت نه لري، چې څومره بوخت یو، دا هغه څیزونه دي، چې هره ښځه یې باید د ورځې په اوږدو کې ترسره کړي، دلته د لسو کارونو یو لېست، که چېرې مېرمن یاست، غوره ده، ترسره کړئ، وینئ.
 
۱ ـــ غاښونه مو مسواک یا برس کړئ
د دې ټکي یادول ښایي احمقانه تر سترګو شي، خو په حقیقت کې داسې ښځې شتون لري، چې په ورځني ډول له مسواک یا برس څخه ګټه نه اخلي. ستاسو د لویوالي غاښونه وروستي غاښونه دي، چې کولای شئ د ژوند په اوږدو کې یې ولرئ، کله چې ستاسو د شیدو غاښونه وغورځېږي او په همدې دلیل باید  ترې ساتنه او پرې پام وکړئ.
 
دې وو ته په نه پام سره، د چا زړه غواړي، چې د هغه چا ترڅنګ کېني یا حتا هغه ښکل کړي، چې خپل غاښونه یې نه دي مسواک کړي، د ساه ایستنې بد بوی ته اړتیا نه شته، د دې لپاره ډېر زیات دلیلونه شتون لري، چې هره ورځ باید له مسواک یا د غاښونو له برس څخه ګټه واخلئ، په خوله باندې له ښه اغېز ښندلو څخه نیولې تر خوند او بد بوی لرونکی تنفس  پورې، چې دا ټول تاسو د خپلې خولې او غاښونو روغتیا ساتلو ته هڅوي او دا چې د مسواک وهلو لپاره ډېر وخت ته اړتیا نه لرئ او د نه ترسره کولو لپاره یې هېڅ دلیل د منلو وړ نه دی. 
 
۲ ـــ اوبه وڅښئ
ډېری خلک په دې باندې پوهېږي، چې په ورځ کې باید ۶۴ اونسه اوبه وڅښو، خو ولې دا چاره نه ترسره کوو، د کافي اوبو څښل ډېرې زیاتې ګټې لري، د روغتیا پرمهال ستاسو هیډرایټي کېدل، له ځانه سره ډېره ښکلا هم لري او په همدې دلیل باید تر شوني بریده په ورځ کې اوبه وڅښئ، لکه څنګه مو چې مخکې اشاره وکړه د ۶۴ اونسه اوبو څښلو سپارښتنه شوې ده.
 
که تاسو له مخکې پوهېدئ، چې د اوبو په څښلو سره کولای شئ، ښه ظاهر او احساس ولرئ، له خپله ځانه پوښتنه وکړئ، چې ولې مو تر اوسه دا کار نه دی ترسره کړی؛ که د ورځې په اوږدو کې بوخت یاست او یا ډېر سفرونه کوئ، نو په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې له ځانه سره یو بوتل لرئ، په دې کار سره به تل د ورځې په اوږدو کې ښه احساس، ښکلې او تازه څېره ولرئ.
 
۳ ـــ مېوې او سبزیانې وخورئ
کلونه کېږي، چې ډېری خلک په دې باندې پوهېږي، چې درې وخته له مېوو او سبزیانو څخه ګټه واخلي، که څه هم ډېری کسان زیاتې بهانې لري، له دې وو څخه هېڅ یو یې هم مناسب دلیل نه دی.
 
مېوې او سبزیانې د ډېرو معدني موادو او ویټامینونو لېږدونکي دي، چې د ښکلې او تازه څېرې لپاره ډېر زیات اړین دي. غوره ده، چې د ورځې په اوږدو کې د خوړلو لپاره یو څه اندازه مېوې او سزیانې ولرئ، ځکه چې هغه تر ټولو غوره خواړه دي، چې باید وې خورئ.
 
۴ ـــ منندوی واوسئ
ډېری څېړنې د دې مسئلې ښکارندویي کوي، هغه کسان، چې منندوی دي او هغه کسان، چې خپله قدرداني په یوې ساده مننې سره څرګندوي، خوشاله، اوږد او ګټور عمر به ولري او دغه راز له هغه چا څخه مننه کول، چې یو کار یې درته ترسره کړی دی، تاسو مهربان او مؤدب ښکاره کوي.
 
مهربان اوسېدل دغه راز د ښه چلند انعکاس دی، چې ډېری خلک یې ستایي، یوازې خپل احساس هغه مهال، چې یو څوک له تاسو سره مؤدبانه خبرې کوي، در په یاد کړئ. که د منندویۍ لپاره د دلیل په لټه کې یاست، په ژوند کې هغو څیزونو ته وګورئ، چې باید د لرلو لپاره یې منندوی واوسئ، دې ټولو ته په نه پام سره، ژوند په همدې څیزونو کې تعریفېږي.  
 
۵ ـــ پنځه دقیقې وخت په پام کې ونیسئ
په حقیقت کې دا هغه څه دي، چې ورته اړتیا لرئ، د ورځې یوازې پنځه دقیقې د خپل ځان لپاره په پام کې ونیسئ، ټیلیفون مو ګُل کړئ، یوه آرامه ځای ته لاړ شئ او د پنځو دقیقو لپاره استراحت وکړئ؛ ساه واخلئ او ساه وباسئ، دا کار څو ځله ترسره کړئ، تفکر او مکث وکړئ، لږ هوسا واوسئ او که امکان یې وي، خپلې سترګې وتړئ.
 
کله چې د خپل ځان د آرامتیا لپاره څو دقیقې په پام کې ونیسئ، نو کولای شئ له سټرس پرته په نوې انرژۍ سره دوام ورکړئ. دا کار په ځانګړې توګه هغه وخت ارزښت لري، چې تاسو له سټرس زېږونکو موقعیتونو سره لاس و ګرېوان یاست، لکه: دنده ییزه ستونزې، کورنۍ ستونزې یا په بازار، بانک او سړک کې له ناخوښه او ناڅاپي وضعیتونو سره مخامخ کېږئ.
 
۶ ـــ ورزش وکړئ
د ورځني ورزش کولو لپاره د انګېزې لرل ښایي سخت کار وي، که څه هم ټاکل شوې نه ده، چې ډېر ستر کار وي، ورزشي لوبغالي ته د تګ پرځای د ورځني ورزش کولو لپاره ډېرې زیاتې لارې شتون لري، پرځای د دې، چې په نږدې پارک پسې وګرځئ، د پارک لپاره لیرې ځای وټاکئ، د لېفټ پرځای له پوړیو څخه ګټه واخلئ، په ډاډ سره ویلی شم، له هغې کالوري څخه، چې د دې کار د ترسره کولو لپاره یې سوزوئ، حیران به شئ او څومره کولای شي، چې ورځنی ورزش هوسا وي، همېشنی او منظم ورزش ستاسو حالت ښه کوي او د ورځې په اوږدو کې به ښه او غوره احساس تجربه کړئ.
 
۷ ـــ خپلو ماشومانو ته کتاب ولولئ
که متاهل یاست او ماشومان لرئ، د ماشوم یو غوره کتاب وټاکئ او هره شپه له ویده کېدو څخه مخکې یې هغوی ته ولولئ، سپارښتنه شوې ده، چې د ورځې شل دقیقې په کتاب لوستنې سره تېرې کړئ او هم کولای شئ، چې خپل ماشوم ته دا شونتیا ورکړئ، که په خپله کولای شي کتاب ولولي او د لوستلو پرمهال بیړه مه کوئ، باید ترې یوه خوندوره تجربه جوړه کړئ او دا په یوه عادت باندې بدلېږي، ماشوم مو یې هم وڅاري، په آرامه توګه کتاب ولولئ، انځورونو ته پام وکړئ او کیسه درک کړئ، کله چې ماشوم مو ستاسو په څېر ستر شي، له تاسو څخه به د ماشومتوب د غوره خاطراتو د لرلو له کبله مننه وکړي.   
 
۸ ـــ پروګرام جوړونه ولرئ
هره ورځ د ورځې په پای کې، غوره ده، چې څو دقیقې د راتلونکې ورځې یا هم راتلونکې اوونۍ لپاره پروګرام جوړونې ته ځانګړې کړئ، سټرس مه لرئ، تاسو ټاکل شوې ده، یوازې لږ پروګرام جوړونه ولرئ، ټاکل شوې ده، څه څیز واغوندئ؟ یا هم څه شی پاخه کړئ؟ آیا د کوم څه اخیستلو ته اړتیا شته؟ آیا له کوم چا سره د لیدو کاتو لپاره، ژمنه لرئ؟ په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې څه څیزونو ته اړتیا لرئ او له هغې وروسته کولای شئ، په آرامه توګه ویده شئ. د دې کارونو په ترسره کولو سره به په بله ورځ یا بله اوونۍ کې ډېر وخت ولرئ؛ دا په دې پورې تړاو لري، چې څومره پروګرام جوړونه مو لرله.
 
۹ ـــ له خپلې مور، خور یا غوره ملګرې سره اړیکه ټینګه کړئ
په یوې اړیکې سره، د خپل ژوند د نږدې افرادو له حاله خبر شئ، د هغې لپاره د څو دقیقو په پام کې نیولو سره، هغه فرد په دې باندې پوهوئ، چې په اړه یې فکر کوئ، په هغه صورت کې، چې تاسو دواړه وخت ولرئ، کولای شئ د لنډې مودې لپاره چټ وکړئ، حتا که نه شئ کولای د اوږدې مودې لپاره خبرې وکړئ، مهمه داده، چې بنسټ مراعات کړئ، څو ساده پوښتنې وکړئ، یا د هغو څیزونو په اړه خبرې وکړئ، کوم چې هغه ورسره لېوالتیا لري، په همدې آسانۍ! دا ساده اړیکه کولای شي حالت مو ښه کړي او په ټوله کې تاسو خوشاله کړي.
 
۱۰ ـــ له SPF (لمر ضد) څخه ګټه واخلئ
هغه کسان، چې روغ او ځوان پوستکی لري، معمولاً له خپل پوستکي څخه د لمر او د چاپېریال له نورو زیانونو څخه ساتنه کوي. ډاډ ترلاسه کړئ، چې هره ورځ په مناسبه اندازه له لمر ضد څخه ګټه اخلئ، په دې کار سره له پوستکي څخه مو ساتنه کېږي او خپل ځان را روانې ورځې ته چمتو کوئ.
 
که هر څومره خپل وخت بهر تېر کړئ، نو باید د ساتنې په اړه ډېر زیات فکر وکړئ، له هغه ځایه، چې ښه او ښکلی پوستکی د هرې مېرمنې لپاره ډېره مهمه چاره ده، ډېره زیاته سپارښتنه کېږي، مخکې تر دې چې ناوخته شي، پرې پام وکړئ. د ورځې په اوږدو کې ډېر زیات وخت لرئ، خو سره له دې فکر کوئ، چې دقیقې، ساعت او یا له دې څخه هم ډېر وخت ته اړتیا لرئ، خو دا هغه کارونه دي، چې هره ورځ باید ورته وخت پام کې ونیسئ.