د اوسني اوکراين خرسون ښار چې اوس مهال د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی، د اوکراين او روسيې ترمنځ د سختې جګړې وړاندوينه په کې کېږي او داسې ښکاري چې اوکراين ځواکونه به د دغه ښار د بېرته نېونې لپاره حملې وکړي.
هلته مېشتو روسي ځواکونو د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتي دي چې له ښار ووځي او روسيې ته دننه شي، ترڅو د اوکراين د بريد پر مهال ورته زيان ونه رسيږي. روسي ځواکونو همدا ډول د خرسون ښار له ځوانانو ملېشې جوړې کړې دي، چې د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې وجنګيږي.
خرسون کې روسي چارواکو د ښار اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې د اوکرایني پوځیانو له اټکل شوي بريد مخکې "سمدستي" ووځي. د شنونکو په اند د خرسون جګړه به د روسيې او اوکراين لپاره برخليک ټاکونکې جګړه وي.
دغه ښار اته مياشتې وړاندې روسيې له اوکراين نېولی او ولسمشر پوتين د روسيې برخه ګرځولې ده. لا وړاندې په دغه او درېيو نورو ښارونو کې مسکو پوځي قانون اعلان کړی دی.
وروستي