مسکو خبرو ته غاړه ږدي؛ د روسيې دفاع وزير له خپل امريکايي سيال سره د اوکراين جګړې په اړه غږېدلی 

د امريکا او روسيې دفاع وزارتونه تايدوي چې د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن له خپل روسي سیال سرګي شویګو سره په يوې ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې کړې دي.

د روسيې او امريکا دفاع وزيرانو تېره ورځ (جمعه) سره ټيلفوني خبرې کړې خو د خبرو بشپړ جزئيات يې خپره شوي نه دي. هغه مسايل چې رسنيو سره شريک شوي دي، دوی د اوکراين د جګړې په اړه غږېدلې، کومه چې مسکو مياشتې وړاندې پيل کړې. 

د روسيې دفاع وزارت د دغه خبر له پخلي سره ويلي دي، چې د اوکراین د وضعیت په ګډون د نړیوال امنیت پر مهمو مسایلو د امريکا دفاع وزير سره خبرې وشوې.

د اوکراين د جګړې له پيل را وروسته د امريکا او روسيې د دفاع وزيرانو ترمنځ دا دويمه ټيليفوني اړيکه ده؛ د امريکا دفاع وزير خپل روسي سيال ته ويلي چې ژر تر ژره بايد اوربند اعلان او جګړه ودروي. 

که څه هم په لومړيو کې داسې انګېرل کېده، چې روسيه به ژر اوکراين تر سينې لاندې کړي، خو د وړانديونو خلاف له روسيې دغه جګړې وخت ونېو او اوس مهال مسکو د خبرو  له لارې د ستونزې حل ته ميلان ښيي.