وروسته له هغه چې روسيې اوکراين کې د ايران - جوړو ډرون په وسيله هوايي بريدونه تر سره کړل؛ اوس اوکراين د اسرائيلو سره يو ځای د هوايي حريم د خونديتوب ګډې چارې پيل کړې دي.
اسرائيل چې ايران او اوکراين چې روسيې سره کړکېچ کې دي؛ اوس يې مستقيم د روسيې او غير مستقيم د ايران پر وړاندې ګډ دريځ نيسي او په ائتلافي ډول سره دريږي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه د اسراییلو لومړي وزیر یایر لاپید سره په تلیفون خبرې کړې او د هوایي او توغندیو دفاعي سیسټمونو او ټیکنالوژۍ چمتو کولو په اړه یې "تفصیل" خبرې کړې دي.
نوموړي پر ټوېټر ليکلي؛ "ما هغه ته د روسیې د توغندیو او ایراني بې پیلوټه الوتکو له امله د کړاوونو، د ژوند له لاسه ورکولو او ویجاړۍ په اړه خبرې - اترې وکړې."
په دې وروستيو کې اوکراين روسيه او ايران تورن کړي دي، چې ايران ورته بې پېلوټه الوتکې جوړې او روسيه، اوکراين کې پرې بمبار کوي چې ګڼه انساني مرګ - ژوبله اړولي.
وروستي