 
        	    
                    
                                    
                    ټاکل شوې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه به د همدې روانې ميلادي مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې له دندې لېرې شي. د نوموړي د دندې موده د عمران خان په حکومت کې غځېدلې وه. 
په خپله جنرال باجوه هم نن ويلي چې دی به د اکټوبر مياشتې په ۲۹مه نېټه تقاعد شي او دې هڅه کې نه دی، چې د خپلې دندې موده د تېر په څېر بيا وغځوي. 
نوموړي دا هم ويلي دي، چې پوځ به د پاکستان په سياسي مسايلو کې لاسوهنه نه کوي؛ په داسې حال کې چې پاکستان د پوځ په  اړه انګېرنه دا ده چې ډېری سياسي مسايل  د پوځ له خوا په غير مستقيم ډول مديريت کېږي. 
تر اوسه د نوموړي ځای ناستی مالوم نه دی خو د پاکستان حکومت ويلي دي، چې د هغه د ځای ناستي ټاکل به په ټاکلي وخت او د اساسي قانون له مخې کېږي.
                  
 
             
            .jpg) 
								    
                  
                  								.jpg) 
								    
                  
                  								