څنګه په نورو باندې اعتماد وکړو؟

په احتمالي توګه تاسو له یوې داسې پېښې سره مخامخ شوي یاست، چې په نورو باندې له اعتماد کولو څخه پېښمانه شوي یاست؟
هرومرو له خپل ځان سره وایئ، چې له یوې بدې تجربې وروسته، نور نو څنګه اعتماد وکړو، خو په داسې یوه وخت کې باید په خپل ځان باندې واک پیدا کړئ، له خپل ذهن څخه تېر پاک کړئ او د راتلونکې هر کلي ته ورشئ. په دې لیکنه کې غواړو، وګورو چې څنګه اعتماد وکړو.
 
څنګه اعتماد وکړو؟
دا چې فکر کوئ، چې په ډېره سخته توګه کولای شئ، نورو ته اجازه ورکړئ، چې ژوند ته مو داخل شي، په دې مانا ده، چې تاسو په اعتماد کولو کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان یاست، د دې لیکنې په دوام د اعتماد کولو په لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
په یاد ولرئ، چې ښه انسانان ډېر زیات دي
کله چې یو څوک ستاسو له اعتماد څخه بده ګټه اخلي، د هغه رښتینولي او وجدان تر پوښتنې لاندې راځي، خو هڅه وکړئ پرځای د دې، چې تهاجمي حالت غوره کړئ، له خپل ځان سره فکر وکړئ، چې هغه هم یو انسان دی او ښایي تېروتنه وکړي، په یاد ولرئ، چې ډېری انسان ښه دي او ښه نیت لري، په هر حال ښایي ښه انسانان هم تېروتنه وکړي، چې د اعتماد د له منځه تګ سبب ګرځي، که تاسو دا موضوع ومنئ، بیا هم کولای شئ، په نورو باندې اعتماد وکړئ.
 
په دې باندې پوه شئ، چې اعتماد بېلابېل ډولونه او درجې لري
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څنګه اعتماد وکړو؟ باید ووایو، مه هېروئ، چې اعتماد کول توپیري شدت او درجې لري او ټاکل شوې نه ده، چې په ټولو باندې په بشپړه توګه اعتماد وکړئ، د ژوند په اوږدو کې دا پیدا کوئ، چې کوم کسان د اعتماد وړ دي او کوم کسان نه دي، ځیرک اوسئ او دقت ولرئ، چې هره موضوع له هر چا سره مه شریکوئ، ترڅو له اعتماد څخه مو بده ګټه وانخیستل شي، تاسو ځینې افراد په دې کچه منئ، چې سپارښتنې یې منئ او په ځینو نورو باندې اعتماد لرئ او پوهېږئ، چې رازونه مو ساتي.
 
د افرادو عادتونه په پام کې ونیسئ
په یقیني توګه تاسو نه غواړئ، د خپل ځان او نورو ترمنځ خنډ وګرځئ، خو غواړئ، چې څنګه کولای شئ په نورو باندې اعتماد وکړئ، کله چې تاسو په یوه ځانګړي مورد کې په یو چا باندې اعتماد کوئ، باید ډاډ تر لاسه کړئ، هغه ستاسو اعتماد ته مثبت ځواب ورکوي او ستاسو له راز څخه بده ګټه نه اخلي.
 
د ستونز د ریښې په پیدا کولو سره، په نورو باندې اعتماد وکړئ
که په اعتماد کولو کې ستونزه لرئ، باید وګورئ، د لومړي ځل لپاره څه وخت له ستونزې سره مخ شوئ، کولای شئ له یوه دوست او یا هم له یوه درملنه کوونکي سره خبرې وکړئ، د خپلې ستونزې د ریښې موندلو لپاره بېلابېلې لارې لرئ، ترڅو وکولای شئ یو ځل بیا اعتماد وکړئ. د ارواه پوهانو د سپارښتنې پر بنسټ، ښایي تاسو په داسې یوه کورنۍ کې ستر شوی وئ، چې وکولای شئ په نورو باندې اعتماد وکړئ یا برعکس، په هر حال په اعتماد کې دا چلندیزه بېلګه، تر زړښته دوام پیدا کوي.
 
خپل دننني غږ ته غوږ ونیسئ
له خپل ځان سره رښتینی واوسئ، تاسو نباید په هغو کسانو باندې، چې په نورو پسې بدې خبرې کوي، اعتماد وکړئ، ځکه دغه کسان له نورو سره به په تاسو پسې بدې خبرې وکړي، که په خپل دننه کې داسې حس کوئ، چې تېروتنه کوئ، دې حس ته پام وکړئ او وګورئ، هغه څوک چې غواړئ پرې اعتماد وکړئ، د نورو په اړه څه ډول خبرې کوي.
 
د برید او حد په ټاکلو سره، په نورو باندې اعتماد وکړئ
که څه هم نباید د نورو په اړه مورچل ونیسئ، خو باید د هغو کسانو په اړه، چې ستاسو ژوند ته داخلېږي، هوښیار واوسئ، هڅه وکړئ، چې برید او حد ولرئ، چې نامناسب کسان ونه شي کولای، تاسو ته نږدې شي، د ارواپوهانو د سپارښتنې پر بنسټ، هغه صفتونه، چې ستاسو په اند ارزښتمن دي، په پام کې ونیسئ او پر بنسټ یې په نورو باندې اعتماد وکړئ او ورسره ناسته پاسته ولرئ.
 
په دې باندې باید پوه شئ، چې څه وخت د یوې پېښې مخه ونیسئ
په نورو باندې د اعتماد کولو د زده کړې لپاره تر ټولو مهمه لاره داده، له هغو کسانو سره، چې تل اعتماد مو له منځه وي، اړیکه پرې کړئ. یو ارواه پوه ډاکټر وایي: که یو څوک تل د خپلو خبرو پر خلاف کړنې ترسره کوي، نو پوه شئ، چې دا فرد د اعتماد وړ نه دی، حتا که د خپلو کارونو لپاره ډېرې بهانې وکړي.