د اروایي روغتیا لپاره د مُسکا کولو اووه ګټې

په ډاډ سره ویلی شو، چې د څېرې د ښکلا او تازه والي په ډېرښت باندې د مُسکا کولو اغېز ته متوجه شوي یاست، ډېری انسانان د هغو کسانو لور ته ور ماتېږي، چې په شونډو باندې مُسکا لري او له هغوی سره ښه اړیکه ټینګوي.
 
مُسکا کول له نورو سره د اغېزناکو اړیکو د ټینګښت یو له مهمو اصولو څخه ګڼل کېږي، مُسکا کول ستاسو د زغم کچه لوړوي او اروایي فشارونه را کموي. په دې لیکنه کې د مُسکا په ګټو او د هغې په بې شمېره اغېزو رڼا اچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور سره ولولئ.
 
د مُسکا کولو ګټې
د مُسکالو له ګټو څخه په خبرون سره، کولای شئ خپل سټرس او خپګان را کم کړئ یا تر خپل کنټرول لاندې یې راولئ.
 
۱ ـــ په مغز باندې د مُسکا کولو اغېز
نن خلک د ډېرو ستونزو په لرلو سره، کله وخت مُسکا کول هېروي. په منځنۍ کچه لویان د ورځې شل ځله مُسکا کوي، په داسې حال کې، چې ماشومان د ورځې څلور سوه ځله دا کار ترسره کوي. مُسکا کول په مغز کې د عصبي پیغام رسونکو د فعالېدو او دغه راز په مغز کې د انډروفین، سروټونین او ډوپامین هورمونونو د ترشح کېدو سبب ګرځي او فرد د خوشالۍ احساس کوي.
 
۲ ـــ مُسکا د نېکمرغۍ حس رامنځته کوي
کله چې یو فرد مُسکا کوي، د یوې شېبې لپاره د نېکمرغۍ حس تجربه کوي، په حقیقت کې نېکمرغي او ښه حس د مُسکا کولو سبب ګرځي او په دې صورت کې، د فرد په ژوند کې مثبت دوران دوام پیدا کوي. حتا د خواشینۍ پرمهال یوه مصنوعي مُسکا هم کولای شي، ستاسو په حس او حالت باندې مثبته اغېزه وکړي.
 
۳ ـــ د خپل ځان په لور د نورو را ماتول، د مُسکا کولو یوه له ګټو څخه ده
مُسکا کول د دې سبب ګرځي، چې فرد مهربان تر سترګو شي او نور خپل لوري ته را مات کړي، ډېری انسانان د هغه چا په لور جذبېږي، چې تل په شونډو باندې مُسکا لري. مُسکا کول د افرادو ترمنځ د انرژۍ د لېږد سبب ګرځي او د افرادو ترمنځ د اړیکو د مهارتونو یو له مهمو اصولو څخه دی.
 
۴ ـــ مُسکا د عمر د ډېرښت سبب ګرځي
د مُسکا کولو له نورو اغېزو څخه کولای شو، د عمر ډېرښت ته اشاره وکړو، مُسکا کول او خوشاله اوسېدل په بشپړه توګه ستاسو عمر ډېروي او له ډېرو ناروغیو څخه مخنیوی کوي. څېړونکو موندلې ده، هغه کسان، چې د نېکمرغۍ احساس کوي، د نورو په پرتله اوږد عمر لري، هغه کسان چې د ژوند او خپلو شاوخوا خلکو په اړه مثبت لید لري، اوږد عمر به ولري.
 
۵ ـــ په مثبت لوري کې د ذهن دوکه کول، یوه د مُسکا له ګټو څخه ده
کله چې مُسکا کوئ او خپل بدن د خوشالۍ په حالت کې مېشت کوئ، ذهن ګمان کوي، چې تاسو خوشاله یاست او په پایله کې مني، چې باید خوشاله او له انرژۍ څخه مالامال واوسي، یو له تمرینونو څخه، چې له دې موضوع څخه د خبرون په وسیله  کولای شو ترسره یې کړو، داده چې د اندېښنې او سټرس پرمهال د هیندارې مخې ته ودرېږئ او لاسونه مو پرانیزئ، هیندارې ته وګورئ او د درې ثانیو لپاره خپل ځان ته مُسکا وکړئ، که دا کار هره ورځ ترسره کړئ، نو د وخت په تېرېدو سره به ښه حس ولرئ، مُسکا د ورځې په اوږدو کې د تمرکز او ځیرکتیا د ډېرېدو سبب ګرځي او ذهن به مو د ستونزو د حل لپاره یوه آزاده فضا پیدا کړي.
 
۶ ـــ د نورو د اعتماد جلبول
کله چې تاسو نورو ته مُسکا کوئ، په عین حال کې کولای شئ د هغوی اعتماد هم جلب کړئ، خلک کولای شي د جبري او واقعي مُسکا ترمنځ توپیر وکړي، له دې امله کله چې غواړئ د نورو اعتماد را جلب کړئ، نو هڅه وکړئ، چې په شونډو باندې واقعي مُسکا ولرئ.
 
۷ ـــ د اړیکو په پیل کې د مُسکا کولو اغېز
د بدني ژبې یوه له ډېرو کارېدونکو وسیلو څخه مُسکا کول دي. مُسکا کول د اړیکو په پیل کې مقابل لوري ته دا حس ورکوي، چې له هغه سره د اړیکو له ټینګښت څخه خوشاله یاست، دا موضوع د دې سبب ګرځي، چې مقابل لوری له تاسو سره صمیمیت او لېوالتیا پیدا کړي، همدا راز دغه ټکی په یاد ولرئ، چې تل لومړني چلندونه په حافظه کې پاتې کېږي، نو غوره ده، چې په لومړي لید کې فرد په شونډو باندې مُسکا ولري او خوشاله تر سترګو شي.