ايران ته د اوکراين غوسه؛ هغه ډرون چې روسيه اوکراين کې پرې بمبار کوي ايران ورته جوړې کړې دي 

 اوکراییني چارواکي پر ایران تور پورې کوي چې "کامیکاز ډرون" په نوم  الوتکې ايران کې جوړې شوې، پر روسيې يې خرڅې کړې او د ګڼو اوکرايني وګړو د وژل کېدو سبب ګرځېدلې دي. 

اوکراین په وروستیو اونیو کې د ایراني شهید-۱۳۶ بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د روسیې له خوا د هوايي بریدونو ويلي. تهران بيا روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول ردوي، په داسې حال کې چې کرملین په دې اړه څه نه وايي.

په همدې تړاو تېره میاشت د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د ایران د سفیر اعتبار يې لغوه کړ ځکه چې روسي ځواکونو په اوکراین کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی.

څو ساعته وروسته له هغې چې کییف کې د کامیکاز ډرون الوتکو برید  لږترلږه څلور کسان ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل؛ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پر ایران باندې د اروپایي اتحادیې د نوي  بندیزونو غوښتنه وکړه. 

د پوځي چارو شنونکو پر اند، ايرانۍ شهید - ۱۳۶- کامیکاز ډرون الوتکې ايران روسيې ته ورکړې او روسيه د اوکراين په جګړه ورڅخه پراخه ګټه پورته کوي.