څلورو مياشتو کې څلور ليدنې؛ د پوتين او اردوغان ملاقات لوېديځوال خپه کړي 

د روسيې ولسمشر پوتين له خپل ترکيي سيال رجب طیب اردوغان سره په قزاقستان کې کتلي. دغه ليدنه د قزاقستان په استانه ښار کې د اسيايي هېوادونو د اړيکو او باور جوړونې يو کنفرانس کې شوې. 

ايران، چين او ترکيه چې د روسيې ملګري  او د اوکراين جګړه کې له روسيې سره په مستقيم او نه مستقيم ډول ولاړ هېوادونه دي؛ ناستې - ولاړې يې غربي هېوادونه اندېښمن کوي. 

په تېرو څلور مياشتو کې د رجب طيب اردوغان او پوتين څلورمه ليدنه ده چې د امريکا او ناټو غړو هېوادونه لپاره د خوښۍ وړ نه بلل کيږي. د امريکا په مشرۍ لوېديځ بلاک هڅه کوي، چې روسيه منزوي او د نړۍ له هېوادونو يې لېرې وساتي. 

دغه ليدنه کې د ترکيې له لارې نړۍ ته د روسيې د طعبيي ګاز د ليږد په اړه هم خبرې شوې او ترکيې دا ژمنه هم کړې ده چې د اوکراين غلو ته به نړيوال بازارونو ته د لېږد زمېنه برابره کړي.