مهربانه اوسئ، زړونه به وګتئ

مهرباني له اورښت زده کړئ، درګرده ټولې سیمې ته په یوه سترګه ګوري او په ټولو یو ډول مهرباني پاشي. انسان باید مهربانه و اوسي.  دا د اسلام سپېڅلي دین امر هم دی چې انسان باید کاملاً د مهربانۍ فکر ولري، پر نورو مهربان و اوسي او له ترحم کار واخلي. 

د حدیث شریف پښتو مفهوم دی: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: تاسې پر انسانانو رحم وکړئ، الله تعالی به پر تاسې رحم وکړي. 

د دې لپاره چې د رحمان ذات له مهربانۍ برخمن شو، بیا باید پر نورو مهربان و اوسو او د ټولنې ټولو اقشارو ته په یوه سترګه وګورو. اجازه راکړئ چې یوه بېلګه درکړم: موږ ډېری مهال وینو چې یو خیریه بنسټ په یوه سیمه کې یو تن استازی ټاکي چې د هغه سیمې کونډې، یتیمان او هغه چې ډېر ناچاره وي، نوملړ کړي، دلته باید د خیریه بسنټ ټاکل شوی استازی کاملاً د ټولنې له بېلابېلو اقشارو او کورنېو څخه خبر وي، باید ټول په یو نوملړ کې ځای پر ځای کړي، ښه او بد، خپل او پردی، لیرې او نږدې پکې ونه لټوي، بلکې پر ټولو یو ډول وېش ترسره کړي. تاسې پر کونډو، یتیمانو، ناچارو او مظلومانو رحم وکړئ، الله تعالی به یې پر تاسې رحم وکړي. 

د دې لپاره چې اساسي موخې درک شي او په تدریج سره ورته رسیده ګي وشي، بیا اړتیا ده او پکار ده چې شخصي عرائض لمنځه ولاړ شي، په ټوله کې خلوص او مینې ته اولیت ورکړل شي، د خپل او پردي ترمنځ توپیر باید لمنځه ولاړ شي، ټولو ته په یوه سترګه وکتل شي، تر ممکنه حده یې لاسنیوی وشي او تر ټولو ښه لا دا چې د ژوند په اصلي مفهوم شي، بیا مهرباني په ډېرې مینې او خلوص رامنځته کېدی شي.
پای