هغه کوچني چلندونه، چې نارینه پرې مئین دي

څه یوه اړیکه نوې پیل شوې او څه یو څه موده پرې تېره شوې وي، د ښځینه و ځینې کارونه داسې دي چې نارینه پرې مئین دي، که څه هم دا، چې د نارینه و څه څیزونه خوښېږي، ویل یې سخت دي، خو ځینې کوچني او مشخص چلندونه شتون لري، چې ښځینه یې ترسره کوي او د نارینه و خوښېږي. 
 
د مرستې غوښتنه
نارینه له دې چې کولای شي له یو چا څخه ملاتړ او ساتنه وکړي، خوند اخلي، هغوی ډېر زیات خوشالیږي، څوک چې ورسره مینه لري، ترڅنګ یې د خوندیتوب احساس کوي، دا یو له ډېرو جذابو او په زړه پورې کارونو څخه دی، چې ښځینه یې ترسره کوي. 
 
د لومړني لیکلي پیغام لېږل
د نارینه و لپاره د لومړني لیکلي پیغام لېږل ډېر سخت او ستونزمن کار دی، کله وخت هغه نه پوهېږي، چې په څه بهانه لیکلی پیغام واستوي او څه ووایي، هغه ښایي له بریده زیات ستاسو په اړه فکر وکړي، خو اصلاً تاسو ته لیکلی پیغام نه در استوي، چې دا کار ستاسو د حیرانتیا او تعجب وړ ګرځي. نارینه هم د مینې او محبت په ترلاسه کولو باندې مئین دي. د سهار په لومړیو کې هغه ته د یو لنډ لیکلي پیغام استول، هغه ته ډېره زیاته انرژي ورکوي او د خبرو اترو یوه ښه لړۍ پیلوي. 
 
له نارینه سره د ښځینه د لېوالتیا څرګندونه: له هغه څخه مننه وکړئ
ځینې ښځینه له ټولو سره مینه لري او له ټولو څخه مننه کوي، دا هېڅ ستونزه نه لري. یوازې په یاد مو وي که چېرې کوم نارینه د خپلې اړیکې لپاره هڅه کوي، ستاسو د مننې له اورېدو څخه به ناخوښه نه شي. 
 
هغه ته ووایئ، چې څه احساس لرئ 
که څه هم مهمه ده، چې تاسو خپله مینه او احساسات په خپل چلند کې ښکاره کړئ، خو د ځینو نارینه و خوښېږي، چې ستاسو له خولې څخه یې واوري، د احساساتو دا څرګندونه د دې سبب ګرځي، چې هغه په خپل دننه کې د مینې احساس وکړي. 
 
په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د انځور پوسټ کول 
ځینه ښځینه په دې کار کې افراط کوي، د دې کار په ترسره کولو کې افراط مه کوئ، خو که چېرې هغه ستاسو لپاره ښه کار ترسره کوي، کله وخت په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د انځور پوسټ کول، هغه خوشاله کوي، دا چاره هغه ته دا ښکاره کوي، چې له هغه سره مینه لرئ او خوښېږي مو، چې له هغه سره خپله مینه نورو ته ښکاره کړئ. 
 
غوږ نیول 
ښځینه د هر چا په پرتله ډېره ښه پوهېږي، چې غوږ نیول یو آګاهانه فعالیت دی، فعاله غوږ نیونه هڅې ته اړتیا لري، کله وخت د نارینه و په ژوند کې یوه مهمه پېښه یا سختۍ رامنځته کېږي، چې په اروایي فشار باندې اخته کېږي او خوښېږي یې چې یو اورېدونکی غوږ ولري، ترڅو خبرې یې واوري. 
 
د سترګیزې اړیکې ټینګښت
کله چې د هغه ترڅنګ کېنئ، نو له هغه سره خپله سترګیزه اړیکه وساتئ او د هغه څه په اړه چې ورته مهم دی او غواړي چې په اړه یې خبرې وکړي، ورسره خبرې وکړئ، سترګیزه اړیکه هغه ته دا ښکاره کوي، چې ارزښت ورکوئ. 
 
کله چې له خپلو خورینږو سره بهر وځئ، له هغه سره اړیکه ټینګه کړئ
د ډېری ښځینه و د باور پرخلاف، نارینه هم حسادت کوي، کله چې تاسو له خپلو خورینږو سره بهر وځئ، نو د هغه هم خوښېږي، چې ورسره اړیکه ونیسئ، ځکه په دې کار سره په  تاسو باندې لا ډېر اعتماد کوي، تاسو په دې کار سره هغه ته دا ښکاره کوئ، کله چې بهر یاست لا هم د هغه په اړه فکر کوئ. 
 
هغه ته د دې یادونه وکړئ، چې څومره ورسره مینه لرئ 
یو مینه ناک یاددښت یې په جېب کې ورته کېږدئ، ترڅو یې پیدا کړي، نارینه په دې کوچنیو کارونو باندې مئین دي.