بریالي کسان څنګه په خپلو وېرو باندې غلبه کوي؟

بریالي کسان په ښه توګه خپلې ماتې مني او په پیاوړي ټکي سره د هغو په بدلون او دغه راز له ماتو څخه په درس اخیستلو، په لا ډېرې چټکۍ سره خپلو موخو ته رسېږي او له خپلې مخې څخه ټول خنډونه لیرې کوي. 

حتا کله چې د یوه کار ترسره کول تاسو ته په زړه پورې وي، له ماتې څخه وېره کولای شي، ومو دروي. د سوزي کاسم په نامه یو لیکواله وایي: له ماتې څخه وېره، له خپله ماتې څخه ډېر کولای شي، چې د یوه انسان خوبونه له منځه یوسي. 

دنننۍ وېرې د دې سبب ګرځي، چې له خپلو وړتیاوو څخه د ګټه اخیستنې فرصت له لاسه ورکړئ، د دې پرځای چې اجازه ورکړئ، وېره مو د د درېدو سبب شي، د خپل تګلوري په اړه د فکر کولو لپاره، وېره د پرمختګ ورکوونکي ځواک په توګه وګڼئ، نو وېره د بریا په لاره کې خنډه نه ده او حتا کولای شئ، له هغې څخه په خپل تګلوري کې د لا چټک حرکت لپاره ګټه واخلئ. 

بریالي کسان تل خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې دي او له ماتو څخه وېره نه لري. د دې لیکنې په دوام تاسو ته وایو، چې بریالي کسان د ماتو د منلو او موخو ته د رسېدو لپاره کوم اقدام ترسره کوي: 

خپله موخه مشخصه کړئ 
کله چې له وېرې او تردید سره لاس و ګرېوان کېږئ، غوره ده چې احتیاط وکړئ، کله وخت وېره کولای شي، چې موخو ته ستاسو د رسېدو په لاره کې خنډ شي، په دې شرایطو کې په خپلو احساساتو کې ډوبېږئ او د راتلونکې په اړه خپل لید له لاسه ورکوئ، باید په دقیقه توګه پوه شئ، چې د څه شي په لټه کې یاست، آیا د لوړتیا (ترفیع) په لټه کې یاست؟ غواړئ په یوه کنفرانس کې په ښه او غوره توګه وینا وکړئ یا د یوې ځانګړې رسنۍ لیکوال شئ؟ 

سپارښتنه کېږي، کله چې د ډېرې ستړیا احساس لرئ، یوه ثابت ټکي ته ځیر شئ، دا کار د بدن د ثبات سبب ګرځي، نو په همدې تګلارې سره د خپلو وېرو په اړه فکر وکړئ. کله چې له کوم څه څخه وېرېږئ، د ثبات لپاره په خپلې وروستۍ موخې باندې تمرکز وکړئ، کله چې خپل لید او موخه په پام کې ونیسئ، په ښه توګه کولای شئ، چې خپلې وېرې ومنئ، نباید اجازه ورکړئ، چې وېره مو د حرکت مخه ونیسي. 

خپلو موخو ته د  لاسرسي په لاره کې خنډونه مشخص کړئ 
کله مو چې وکولای شول، چې خپلې غوښتنې او موخې مشخصې کړئ، هڅه وکړئ، چې د خپلو وېرو اصلي دلیل پیدا کړئ، آیا له نیوکه کولو څخه په تېښته کې یاست؟ له سیالۍ څخه وېرېږئ؟ اصلاً پوهېږئ، چې څه څیز مو د وېرې سبب کېږي؟ 

موخو ته په رسېدو کې، د خنډونو په پېژندلو سره په هغوی باندې غلبه وکړئ، کله چې خنډونه ونه وینئ، نه شئ کولای، چې له هغو څخه تېر شئ، نو له خنډونو څخه د خلاصون لپاره، په پیل کې باید هغوی ومنئ. 

د خپلو وېرو لامل ومنئ 
اپرا وینفري وایي: هغه لاملونه، چې ستاسو د وېرې سبب ګرځي، هېڅ ځواک نه لري، بلکې دا ستاسو وېرې دي، چې ځواکمنې دي، له خپلو وېرو سره مخامخ شئ، له دې وروسته په وېرو کې مو خپل پیاوړی ټکی پیدا کړئ، دا پیاوړی ټکی له تاسو سره مرسته کوي، چې خپلې وړتیاوې وپېژنئ. 

داسې تصور وکړئ، چې غواړئ د خپل کاري ټیم د آیډیاوو په اړه خوځنده رول ولرئ، خو له دې څخه وېرېږئ، چې له تاسو سره مخالفت وشي، ستاسو نظر هماغه څه دی، چې تاسو یې را منځته کړی یاست باید خپل نظر ومنئ، چې د افکارو تنوع د خبرو اترو د ښه کېدو سبب ګرځي، هغه انرژي پیدا کړئ، کومه چې ستاسو د وېرې په لامل پورې تړاو لري او له هغې څخه په خپلې وېرې باندې د غلبه کولو لپاره ګټه واخلئ، که خپله ونه غواړئ، وېره نه شي کولای، چې تاسو ودروي. 

د نا خوښۍ او نارضایتۍ احساس ته بدلون ورکړئ 
موخو ته د رسېدو په تګلوري کې د پاتې کېدو لپاره، یو کوچنی ګام پورته کړئ، له خپل خوندي او هوسا چاپېریال څخه را بهر شئ. د بېلګې په توګه، په یوه کنفرانس کې د یوې ښې وینا وکولو په لټه کې یاست، خو په دې اړه اندېښمن یاست، چې په بشپړه توګه ښه ونه اوسئ او د منلو وړ به نه شئ، غوره ده، چې په پیل کې د کوچنیو پېښو په اړه خبرې وکړئ، خپلې لاسته راوړنې د کاغذ پرمخ ولیکئ او وګورئ، چې د کومو کارونو ترسره کول، له تاسو سره د ستاسو د وړتیاوو په منلو کې مرسته کوي. د «نه» له اورېدلو څخه وېره مه لرئ، هر څومره چې ډېر نه واورئ، په هماغه اندازه لږ د خطر احساس کوئ. د مارک کوبان په نامه میلیارډر کار رامنځته کوونکی وایي: د «نه»  هره کلیمه تاسو یو ګام د «هو» په لور نږدې کوي. 

که د اندېښنې او ناهیلۍ احساس لرئ، دا په دې خاطر ده، چې لا هم په خپل خوندي او هوسا چاپېریال کې یاست او د خپلې موخې په لور مو حرکت نه دی کړی، که هوسا یاست، دا په دې مانا دی، چې وېرېدلی یاست، په حقیقت کې دا هوساینه او آرامتیا د دې ښکارندویي کوي، چې خپلو موخو ته د نږدې کېدو لپاره مو هېڅ ګام نه دی پورته کړی. 

غوره ده، چې د خطر منلو په اړه له سره کتنه وکړئ، خطر داسې کوم څه نه دی، چې وې منئ، بلکې هغه کړنه ده، چې غوره ګڼئ ونه منئ. 

کله چې له خپل هوسا چاپېریال څخه بهر کېږئ، دا کار مو عادت ګرځېدلی او تل د هوساینې په لټه کې یاست. خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، باید وېره ومنئ، ځکه ستاسو د بریا د تګلوري د روڼوالي سبب ګرځي، خپلې موخې او هغو ته د رسېدو په لاره کې خنډونه وپېژنئ، وېرې وپېژنئ او له هغو سره د مخامخ کېدو جرئت ځان کې پیدا کړئ.