په خپل ځان باندې د مهربان اوسېدو ۱۷ رازونه، چې د بریا سبب ګرځي

که په ژوند کې د لا ډېرې خوښۍ په لټه کې یاست، باید له خپل ځان سره په ډېرې مهربانۍ  چلند وکړئ، د لا ډېرې نېکمرغۍ لپاره په خپل ځان باندې مهربان واوسئ. 
 
الیزابت ګېلبرټ په خپل کتاب «وخوره، عبادت وکړه، مینه وکړه» (Eat, Pray, Love)  کې وایي: هغه یو ورځ په نیویارک کې په ډېرې چټکۍ سره یوې ودانۍ ته دننه شو، دغه راز، چې په ډېره ګړندۍ توګه د لېفټ په لوري روان و، سترګې یې په هینداره کې په یوه انځور باندې ولګېدې، که څه هم خپل ځان یې ونه پېژانده؛ خو فکر یې وکړ: «اوه پېژنم یې هغه ملګری مې دی». 
 
ګېلبرټ په مُسکا سره په هینداره کې د انځور په لوري وخوځېده، غوښتل یې چې په غېږ کې یې ونیسي، چې ناڅاپه یې پام شو، چې خپل انعکاس ته یې سترګې نیولي دي. کلونه وروسته دا پېښه په روم کې ور په یاد شوه، سره له دې چې د یوازېتوب احساس یې درلوده، د هغې ورځې خاطره یې د آرامتیا سبب شوه، په هماغه حال کې چې د خپلو خاطراتو په کتابچه کې په لیکلو بوخت و، وروستۍ جمله یې دا ډول پای ته ورسوله: "هېڅکله هغه ورځ مه هېروه، چې هېڅ تمه دې یې نه لرله، خپل ځان دې د یوه دوست په توګه وپېژانده."
 
د خپل ځان لپاره یو وخت ځانګړی کړئ
هره ورځ د خپل ځان لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ او په هغه کې په هغه کار باندې بوخت شئ، چې خوښېږي مو، کولای شئ په دې وخت کې یو څه طرحه کړئ، لنډه کیسه ولیکئ، ورځني یاددښتونه ولیکئ، یوه نوې موسیقي واورئ، هر هغه کار، چې ورسره مینه لرئ، ترسره یې کړئ، بسنه کوي، چې په ورځ کې یو ساعت د «خپل وخت» په توګه په پام کې ونیسئ او په دې وخت کې له خپل ځان سره په لا ډېرې مهربانۍ سره چلند وکړئ. 
 
د خپل ځان منندوی واوسئ
ټول انسانان له دننني نیوکه کوونکي سره آشنایي لري، هماغه غږ چې پر موږ باندې قضاوت کوي او تل د رټلو او دغه راز د پوښتنې لاندې راوستلو ته چمتو دی، دمګړۍ وخت یې را رسېدلی دی، چې دنننی نیوکه کوونکی مو له دننني ملاتړ کوونکي سره مخامخ شي. 
 
پوهېږئ مدافع وکیل څوک دی؟ هماغه په تاسو باندې دنننی غږ دی، هغه غږ، چې تل له تاسو نه ملاتړ کوي، کله چې دنننی غږ په ملنډو او تر پوښتنې لاندې راوستلو باندې پیل کوي، دنننی مدافع وکیل مټې رانغاړي او له تاسو څخه د ملاتړ په موخه غوره دلایل وړاندې کوي، په دې شېبه کې د نیوکه کوونکي غږ ستاسو پر ضد دی، خو مدافع وکیل له تاسو نه ملاتړ کوي، د دې مدافع وکیل په روزلو او پاللو سره کولای شئ په خپل ځان باندې مهربان واوسئ. 
 
خپل ځان وبښئ
هر انسان تېروتنه کوي، ښایي په تېر کې مو کومه تېروتنه کړې وي، چې ستاسو د شرمنده ګۍ سبب شوې ده. ښایي په کوم ځای کې مو له خپل حق څخه دفاع نه ده کړې او پریښي مو دي، چې هر څوک ستاسو د ژوند کنټرول په خپل واک کې واخلي، ښایي د وېرې لپاره مو یو ډېر ښه فرصت له لاسه ورکړی وي، ښایي خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې زړه نا زړه شوی او یا هم ماتې مو خوړلې ده. دمګړی د ټولو فرصتونو د له لاسه ورکولو په خاطر په خپل ځان باندې په غوسه یاست، خو وخت یې را رسېدلی دی، چې په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، نو د خپل ځان رټلو ته د پای ټکی کېږدئ او تصمیم ونیسئ، چې له دې وروسته ښې کړنې ترسره کړئ او خپل ځان وبښئ. 
 
تر ډېره په خپل ځان باندې پام کوئ
دا چې په خپل ځان باندې ډېر پام کوئ، په خپل ځان باندې د مهربان اوسېدو له لارو څخه یوه لاره ده. په کافي اندازه ویده شئ؛ خپلې روغتیا ته پام وکړئ؛ تازه سبزیانې وخورئ او ورزش ته په خپل ورځني پروګرام کې ځای ورکړئ، خپل ظاهر ته رسیده ګي وکړئ او له ورځنيو اروایي فشارونو څخه د خلاصون د لارې په لټه کې واوسئ. 
 
خپل ځان ته درنښت وکړئ 
خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او هیچا ته اجازه مه ورکوئ، چې له تاسو څخه د ارزښتمن اوسېدو احساس واخلي، خپل ځان ته درناوی په خپل ځان باندې د باور په مانا دی، د خپل ځان لپاره خپلواکه تصمیم نیونه، د خپل ځان لپاره د شخصي نظر درلودل او خپل ځان له نورو سره نه پرتله کول. 
 
خپل ځان درنښت کول په هغو ژمنو باندې د وفا کولو په مانا دي، چې خپل ځان سره مو کړي دي او د هغو کارونو څارل دي، چې تصمیم لرئ، ترسره یې کړئ، کله چې خپل ځان ته درناوی کوئ، نو لا ډېره مهرباني به ترلاسه کړئ. 
 
خپل ځان ته ډالۍ واخلئ 
موخه لوړ بیه ډالۍ نه ده، خو که چېرې داسې کوم څه مو ولیدل، چې واقعاً ورسره مینه لرئ، هغه د خپل ځان لپاره د ډالۍ په توګه واخلئ، که بیه یې لوړه ده، د اخیستلو لپاره یې پیسې پس انداز کړئ، اجازه مه ورکوئ، چې کوم څوک یې ستاسو لپاره واخلي، بلکې خپله یې د خپل ځان لپاره د ډالۍ په توګه واخلئ، حتا له پلورونکي څخه وغواړئ، چې د ډالۍ په یوه ښکلي کاغذ کې یې تاو کړي، ترڅو اغېز یې لاپسې زیات شي. 
 
خپل ځان ته آرامتیا ورکړئ
آیا یوه سخته ورځ مو تېره کړې ده؟ د خپلو همکارانو له ډلې څخه یوه سره مو شخړه کړې ده؟ په هر صورت لاندې کارونه ترسره کړئ، ترڅو آرامه شئ، په دې ترتیب په خپل ځان باندې به لا ډېر مهربان واوسئ: 
ـــ په تړمو اوبو ولامبئ. 
ـــ د سر کاسې او پښو ته مو مساج ورکړئ. 
ـــ د خپل ځان لپاره یو ګیلاس قهوه چمتو کړئ، په کوچ باندې کېنئ او یو په زړه پورې ناول ولولئ. 
ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړئ او یا هم د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ ونیسئ. 
د دې کارونو په ترسره کولو سره به هرومرو د آرامتیا احساس وکړئ، البته خپله پوهېږئ چې کوم کار مو د آرامتیا سبب ګرځي. 
 
ښېګڼې مو در په یاد کړئ
ښایي د غړو چندان تناسب ونه لرئ، خو نباید خپل ښکلي او اوږده وېښتان نا لیدلي ونیسئ، ښایي یو ښه ورزش کوونکی ونه اوسئ، خو په ریاضیاتو کې غوره یاست، ښایي ډېر احساساتي او ژر خپه کېدونکی واوسئ، خو د شوخ طبیعتۍ حس لرئ، نو د خپل ځان لپاره له خپلو ټولو ښېګڼو څخه یادونه وکړئ. 
 
له خپلو ماتو څخه درس واخلئ
کله چې ماتې خورئ، تېروتنه کوئ یا کوم بد کار ترسره کوئ، نو په خپل مخکې به دوې ټاکنې ولرئ یا باید خپل ځان ته بد احساس ورکړئ یا خپل ځان پورته کړئ او له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ.  معمولاً هغه کسان، چې په خپل ځان مهربان دي، دویمه ټاکنه یې ټاکي. خپل ځان ته ووایئ، چې بالاخره وضعیت ښه کېږي او د تېرو بریاوو په یادولو سره، خپل ځان ته روحیه ورکړئ. باید د خپل ژوند د ښه کولو لپاره پروګرام ولرئ او له هغه سره سم پرمخ لاړ شئ. 
 
خپل ځان ته ووایئ «کافي یم» 
کله وخت په ژوند کې داسې شرایط او حالات رامنځته کېږي، چې فکر کوئ په کافي اندازه ښکلی، ځیرک او اغېز ښندونکی نه یاست، که غواړئ، چې هغه څه ته ورسېږئ، چې هیله یې لرئ، نو باید د دې دننیو خبرو مخه ونیسئ او خپل ځان ته ووایئ: 
"زه ډېر ښه یم." 
"زه ارزښتمن یم" 
"زه د خوشاله اوسېدو وړ یم" 
"زه د هغه څه وړتیا لرم، کوم چې غواړم یې" 
 
خپل ځان ته ووایئ اړتیا نشته، چې کومه ځانګړې پېښه رامنځته شي، ترڅو د ارزښتمندۍ احساس ولرئ، همدا چې اوس یاست بسنه کوي، نو خپل ځان کم مه ګڼئ او خپل ځان د غوره څیزونو وړ وبولئ. 
 
خپلو خوبونو ته پام وکړئ
هغه کسان، چې خپل ځان ته درناوی کوي او په خپل ځان باندې مهربان دي، خپل خوبونه هم د پام وړ ګڼي، هغوی هېڅکله نه وایي، چې خوبونه یوازې خیال او له واقعیت څخه لیرې دي، بلکې خپل خوبونه جدي نیسي، خوبونه په موخو باندې بدلوي او هغو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي. 
 
خپل ځان ومنئ 
د استعدادونو او مهارتونو منل، په خپل ځان باندې د مهربان اوسېدو له نښو څخه ګڼل کېږي، باید په دې باندې پوه شئ، چې څه غواړئ او هغو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ. که هېڅکله په هغه مقام باندې چې لرئ یا هغه څه چې ترلاسه کړي مو دي، خوشاله ونه اوسئ، دا په دې مانا ده، چې په خپل ځان باندې په کافي اندازه مهربان نه یاست. 
 
د دې لپاره، چې په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، باید هغه ټکی پیدا کړئ، چې په هغه کې هم په هغه څه باندې چې یاست رضایت ولرئ او هم د ښه کېدو لپاره هڅه کوئ. 
 
له بشپړتیا غوښتنې څخه لاس واخلئ 
هغه کسان، چې د بشپړتیا غوښتنې او بې نیمګړتیا اوسېدو په لټه کې دي، هېڅکله خپلو موخو ته نه رسېږي، ځکه هېڅوک نه شي کولای، چې په بشپړه توګه بې نیمګړتیا واوسي. ډېر د نامهربانۍ کار دی، چې بریا د خپل ځان لپاره د نه لاسرسي وړ کړئ او د خپلې ماتې لپاره پروګرام جوړ کړئ. 
 
د دې پرځای، چې د بې نیمګړتیا اوسېدو په لټه کې واوسئ، د خپل پرمختګ لپاره پروګرام جوړ کړئ او هر ځل د ښه کېدو په لور یو ګام پورته کړئ. 
 
په خپل ځان باندې زړه خوږی واوسئ 
نیومن او برکویټز د «څنګه د خپل ځان ښه دوست واوسئ» تر عنوان لاندې کتاب کې وایي: که غواړئ له خپل ځان سره دوستانه چلند ولرئ، نو باید په خپل ځان باندې زړه خوږی واوسئ. د دې لپاره، چې پوه شئ، څنګه کولای شئ په خپل ځان باندې زړه خوږی واوسئ، بسنه کوي، چې تصور وکړئ، په دې شرایطو کې مو یو له دوستانو څخه ډېر خپه او خواشینی دی: 
څه ورته وایئ؟ 
له هغه سره څنګه چلند کوئ؟ 
هغه ته څنګه ډاډ ورکوئ؟ 
څنګه هغه په دې باندې پوهوئ، چې ورسره مینه لرئ او درته مهم دی؟ 
اوس همدا کارونه د خپل ځان لپاره ترسره کړئ. 
 
په خپل ځان باندې باور وکړئ
په خپل ځان باندې د مهربان اوسېدو لپاره، د خپل ځان لپاره تر ټولو غوره څیزونه وغواړئ، د دې لپاره چې غوره څیزونو ته ورسېږئ، نو باید په خپل ځان باندې باور ولرئ، نو په خپلو وړتیاوو او استعدادونو باندې باور وکړئ، د خپل ځان په اړه ستر فکر وکړئ او په خپل ځان باندې اعتماد ولرئ. 
 
خپل ځان ومنئ 
خپل ځان لکه څنګه چې یاست، ومنئ، تاسو ډېر پیاوړي او کمزوري ټکي لرئ، کله وخت په ژوند کې بریالي کېږئ او کله وخت هم ماتې خورئ، کله وخت تاسو په حقه یاست او کله وخت تېروتنه کوئ، نو باید خپل ځان ته دا اجازه ورکړئ، لکه څنګه چې یاست، هماغسې خپل ځان ومنئ. 
 
په پای کې ... 
په یاد مو وي تل به له خپل ځان سره په اړیکه واوسئ، نو باید د دې لپاره، چې له خپل ځان سره ښه مل واوسئ، دا ډاډ ترلاسه کړئ، کله چې په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، غوره ژوند به تجربه کړئ. همدا اوس په خپل ځان باندې د مهربان اوسېدو لپاره ګام پورته کړئ، ترڅو لا ډېرو بریاوو ته ورسېږئ.