د خلاصېدو هڅې يې روانې، د پاکستان کراچۍ زندان کې درې سوه افغانان بنديان دي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي چې اوس مهال د پاکستان کراچۍ زندان کې  درې سوه افغانان بنديان دي، چې هلته اسلام اباد کې د افغانستان سفارت يې د خلاصون هڅې کوي. 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، " يو شمېر  له دغه زندانيانو  نن خوشې شوي او د پاتې نورو د خوشې کېدو پرېکړه به په راروانو ورځو کې تر سره شي." 

دغه درې سوه افغان ګډوال د تېرې ميلادي مياشتې په لومړيو کې پاکستان  کې نېول شوي وو، چې يو شمېر ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو. پاکستاني پوليسو ويلي وو چې د سندونو د نشتون له امله يې ياد کسان نېولي وو. 

د شمېرو پر بنسټ، دمګړۍ شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او ډېری یې د اوسېدو لپاره قانوني سندونه  نه لري.