وروستيو بارانونو ورته زيان پېښ کړی؛ د ګرديز بالا حصار د چيه کېدو شونتيا ډېره شوې 

د پکتيا ولايت مرکز ګرديز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولايت کې د بالا حصار په نوم تاريخي کلا ته وروستيو اورښتونو زيان پېښ کړی دی او که چېرې پر وخت يې غم ونه خوړل شي، د ړنګېدو شونتيا يې شته. 

د ګرديز ښار ځينو اوسېدونکو رسنيو ته ويلي  دي چې اوس مهال د دغه تاريخي کلا وضعيت خراب شوی او له حکومت يې غوښتي دي، چې مخکې له دې چې چپه شي، بايد پاملرنه ورته وشي. 

ورته وخت کې د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رئيس رسنيو ته ويلي دي چې په دې اړه يې له وړاندې مرکزي حکومت او د ملګرو ملتونو يونيسکو اداره په جريان کې کړي دي او هڅه کوي چې له غورځېدو او ويجاړېدو يې وساتي. 

د ګرديز بالا حصار يوه ډېره تاريخي کلا ده، چې ځيني تاريخي روايتونو کې يې لرغونوالی ۹۰۰ کالو ته رسيږي، چې تر ډېره ترې پوځي ګټه پورته کېدله.