يوه ورځ کې به لس زره پاسپورټونه وېشي؛ کابل کې د پاسپورټ د وېش څلور مرکزونه پرانېستل کېږي

د پاسپورټ عمومي رياست وايي چې تر يوې مياشتې به کابل ولايت کې د پاسپورټونو د وېش څلور مرکزونه پرانېزي، چې يوه ورځ کې به د لسو زرو پاسپورټونو د ورکړې ظرفيت ولري. 

د پاسپورټ رياست مرستيال شیرشاه قریشي رسنيو ته ويلي دي، چې پر اوسني نښان او کيفيت درې مېليونه پاسپورټونه چاپ شوي دي او همدا ډول د دوه مېليونه نور پاسپورټونو د چاپ غوښتنه ورکړل شوې ده. 

د ياد رياست د مالوماتو پر بنسټ، تېر کال اووه سوه زره پاسپورټونه وېشل شوي دي، او اووه سوه زره نورو کسانو د پاسپورټ اخېستو لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي. 

د پاسپورټ رياست مرستيال په دې اړه ويلي، "د تلې په ۱۲مه چې د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت پيل کړ د ۱۴۰۱ کال د زمري تر ۳۰مه ۷۱۴ زره او ۳۳۷ جلده پاسپورټونه په ټول افغانستان کې متقاضیانو ته وېشل شوي دي."

د پاسپورټ رياست وياند ويلي، چې په داسې سیسټم کار روان دی چې په ولایتونو کې د پاسپورټ سېسټم اسانه کړي چې خلک هلته د انلاین سیسټم له لارې نوملیکنه وکړي او د هغه په مطابق په ټاکل شوې ورځ اړوندو امریتونو ته ولاړ شي او طی مراحل کړي.