نهه پوځيان يې په کې مړه شوي؛ د پاکستاني پوځيانو موټر سيند لاهو کړئ 

پاکستاني رسنيو ددغه هېواد د لومړي وزير د مالوماتو پر بنسټ ليکلي، چې د پاکستاني پوځيانو يو ګاډی سيند ته غورځېدلی دی، چې نهه پوځيان په کې مړه شوي او څلور نور په کې ټپيان شوي دي. 

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف پر خپل ټوېټر ليکلي دي، چې دغه کسان د پاکستان تر والکې لاندې کشمير باغ ضلع نومي سيمه کې هغه مهال مړه شوي، چې موتر يې سيند ته ولوېد. 

له دې وړاندې بلوچستان ايالت کې د خرابې هوا له امله د پاکستان د پوځ يوه الوتکه لوېدلې وه، چې  شپږ کسان په کې وژل شوي وو.