خوارځواکي -لومړۍ برخه

خوارځواکي یا (malnutrition) له دوو کلمو څخه اخېستل شوې، چې (mal) په معنا ده خراب او (nutrition) په معنا د تغذي دی؛ یعنې خرابه تغذي. خرابه تغذي په دې معنا چې یا خواړه او مغذي مواد مطلق کم شي او یا یې کمښت په نسبي ډول رامنځته شي او یا هم ددې برعکس؛ غذايي مواد له حد ډیر زیات شي، چې (obesity) یا چاغښت رامنځته کړي، یعنې خوارځواکي د بدې تغذیې ټول ډولونه خپل ځان کې رانغاړي او بحث پرې کوي.  
 
که لږ څه نور وضاحت ته ولاړ شو، نو ویلای شو، چې خوارځواکي هغه پتالوژیک حالت دی، چې د غذايي موادو مطق او یا نسبي کمښت له امله رامنځته کیږي او دغه راز ددې اپوټه کله چې دې خوراکي موادو کې زیادښت رامنځته شي، نو شخص په چاغښت چې د خرابې تغذۍ څخه رامنځته کیږي اوړي. 
 
دغه راز ویلای شو، چې کله چې د انسان د بدن اړتیا وړ خواړه د کمیت او کیفیت له نظره کم او یا زیات شي، نو خرابه تغذي یا خوارځواکي رامنځته کیږي. 
 
د غذايي موادو کمښت او کفیت ټیټوالي له امله رامنځته کېدونکې خوارځواکۍ ته (under nutrition) وايي او د همدې موادو زیادښت او له حد اوښتو ته (over nutrition) وايي، چې له (over nutrition ) سو تغذۍ سره (NCD) ناروغۍ مل دي، دا ځکه چې چاغښت یا () خپله د لوړ فشار، شکرې او زړه ګواښمنو ناروغیو رامنځته کېدو لامل ګرځي او څېړنې ښيي، چې په نړۍ کې له هرو اتو کسانو یو یې په چاغښت اخته دی او له دې امله له د مزمنو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي. 
 
د (over nutrition) له امله رامنځته کېدونکې ناروغیو په اړه به په جلا څېړنیزې مقالې کې بحث وکړو او له دې امله رامنځته کېدونکو ناروغیو او ورسره تړلو اسبابو په اړه به په بشپړ تفصیل معلومات وړاندې کړم، خو دا چې دا مهال زموږ په ګران هېواد افغانستان او د درېیمې نړۍ نورو هېوادونو کې له (under nutrition) څخه د ټولنې لویه برخه اغېزمنه شوې او کړیږي، نو ددې خوارځواکۍ او اسبابو په اړه به یې دلته په تفصیل معلومات وړاندې کړم، چې ټوله مقاله د تغذي نویو اخځونو څخه په ګټنې ترتیب او لیکل شوې ده او ددې موضوع راتلونکو برخو کې هم له دې او نورو اخځونو کار اخېستل کیږي. 
 
د غذايي مواو کمښت له امله رامنځته شوې خوارځواکي او سؤتغذي (under nutrition/lack of food) 
دا ډول هغه پتالوژیک حالت دی، چې د غذايي موادو نسبي او یا مطلق کمښت له امله رامنځته کیږي او د فقیرو ټولنو په کچه پر لویانو سربیره ډیری ماشومان ترې اغېزمنیږي. 
غذايي مواد د انسان بدن جوړښت، پایښت او ترمیم کې ستر رول لري، نو کله چې دا مواد کم شي یاد ټول موارد له ستونزو سره مخ کیږي. 
 
لاملونه
فقر، روغتیايي نا خوندیتوب، ټولنیز او کلتوري ناوړه رواجونه، جګړې، مهاجرتونه، د هستوګنې نشتوالی، دودیز خرافات، د ښځینه او نارینه تر منځ پرتلیز توپیرونه، د ناروغیو مخنېوي روغتیايي آسانتیاوو نه شتون او ګڼ نور موارد شته، چې په ټولنه کې خوارځواکي رامنځته کیږي او د ټولنې فقیره طبقه بیا له دې امله ډیره اغېزمنه او کړیږي. 
 
فقر او بې وزلي: 
فقر او غربت د کورنۍ وګړو ته د مغذي موادو نه رسیدو لوی لامل دی، چې له امله یې میندې او ماشومان دواړه له خوارځواکۍ سره مخ وي. وزګارتیا، قحطي، طبیعي آفاتونه، جګړې او ناخوالې بې وزلي زېږوي او د ټولنې وګړي د بدن اړتیا وړ خوارکوي موادو له کمښت او یا نشتون سره مخ کیږي. 
 
ټولنیزې نادودې او د کورني تنظیم ته نه پاملرنه 
 د یوې مور پرلپسې څو ماشومان راوړلو او لږ تر لږه د دوو کلونو پورې د یو ماشوم د مور په شیدو نه تغذیه کېدو هغه ستره ستونزه ده، چې له بده مرغه زموږ افغاني ټولنه ترې کړیږي، یا هم دا چې د فقر له امله شېدې ورکوونکي مور له خوارځواکۍ سره مخ ده.
 
دغه راز امیدوارې میرمنې چې تي خوره ماشوم ورپسې دی د فقر له امله هم خپله اغېزمنه او خوارځواکه وي او هم یې په نس کې ماشوم خوارځواکی نړۍ ته راځي او هغه ماشوم چې په دې حال کې له تي بیل شوی دی د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دی. 
 
نو د کورني تنظیم او زېږون تر منځ لږ تر لږه درې کاله واټن د مور او ماشوم دواړو روغتیا باندې مثبت اغېز لري او دې اصل ته نه پاملرنه به نسل په نسل د خوارځواکه، نېمګړي او کمزورې ټولنې پر ځای پاته کېدو لامل شي. 
 
زموږ په ټولنه کې دا دود هم تر اوسه په ټولو سیمو کې حاکم دی، چې لومړۍ د کور نارینه او میلمانه ډوډۍ خوري او وروسته بیا ښځینه وو ته خواړه ورکول کیږي، نو که ښځینه وو ته څه پاتې شول او که نه، دا ناوړه دودونه تر نن ورځې پورې زموږ ټولنه اغېزمنوي. دغه راز د شیدو ورکوونکو او امېدواره میرمنو لپاره د لازمو خوړو نه شتون د مور او ماشوم دواړو روغتیا ګواښي. 
 
جګړې، ګډوالۍ او حفظ الصحې ته نه پاملرنه  
جګړې، مهاجرتونو او په مهاجرتونو او کلیوالو سیمو کې د سر پټو معیاري تشنابونو نه شتون د ټولنې ماشومانو او لویانو ټولو روغتیا ګواښي، ځکه اوس هم په ډیری سیمو کې او دغه راز هغوی چې له خپلو سیمو را کډه شوي دي په آزاده هوا دښتو کې خپلې کولمې تشوي، چې دا غایطه مواد د خاورو په واسطه او یا هم د باد له لارې د ټولنې وګړي اغېزمنوي او د ناروغیو د خپرېدو لړۍ آسانه کوي، چې د ناروغیو دا ډول خپرېدل ماشومانو او لویانو روغتیا ګواښي او د روغتیايي ستونزو رامنځته کېدو له امله یې بدنونه کمزوري او د دفاعي سیستم یې د ناروغیو پر وړاندې مبارزه نه شي کولای، چې دا هم مرګوني پایلې له ځان سره لري. 
 
مهاجرتونو، طبیعي آفاتونو او د بیلابیلو اسبابو له مله کډوالي هم، د وزګارتیا او خوراکي توکو نه رسیدو لامل کیږي او فقیره ټولنه کې یې ماشومه طبقه له خوارځواکۍ سره مخ کیږي او د بدن اړتیا وړ مغذي موادو پر وخت نه رسیدو له امله خوارځواکي رامنځته او د وخت په تیریدو سره پراخیږي. 
 
شخصي حفظ الصحه او چاپیریال 
د روغتيا خوندیتوب لپاره له تشناب وروسته په صابون او پاکو اوبو د لاسونو مېنځلو او دغه راز د هستوګنې نامناسب او ناپاک چاپیریال د ناروغیو کچه لوړوي او اغیزمن شوي کسان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کیږي. ځکه په داسې چاپیریال کې پر انتاني ناروغیو سربیره د چینچیو لویه ستونزه د ماشومانو بدن ودې ته نه پریږدي او اخېستونکي خوراکي توکي هضمي سیستم کې د حفظ الصحې نه پامکې نېولو له امله هضمي سیستم ته د لیږدول شويو چېنچیو د هګیو لیږد، ودې او پراختیا لامل کیږي او د اخېستونکو غذايي موادو ډیری برخه د همدې چینچیو خوراک کیږي، چې دا ټول ډیری د حفظ الصحې په اړه د عامه پوهاوي نه شتون ستونزې له امله رامنځته کیږي. 
 
د کورنۍ حفظ الصحې کې د ځان، کالیو او کور پاکي هم لویه ونډه لري او په اوړې کې د هرې ورځې او ژمي کې هره بله ورځ د ځان پاک مېنځل او پاکۍ ته پاملرنه پر ناروغیو د اخته کېدو څخه مخنېوی کوي، خو له بده مرغه اوس هم په ګڼو سیمو کې په دې تړاو د عامه پوهاوي نه شتون او د ټولنې علمي کچې ټېټوالي ګڼې ستونزې پر ځای پراېښي دي. 
 
په ورځنیو خوړو کې لازم بدلون نه راوستل 
که چیرې یوې سیمه کې کرنیز محصولات په یو فصل او یا هم ډیرې مودې لپاره کارول کیږي او د فقر په ګډون ګڼو نور عوامل د بدن اړتیا وړ نورو موادو د رسیدو او چمتو کېدو مخه ونیسي، نو دا هم یوه غذايي نېمګړتیا رامنځته کوي، چې پر بدن باندې منفي اغېزې لري، ځکه د انسان بدن متنوع او بیلابیلو خوړو ته اړتیا لري. 
 
د انسانانو او څارویو د اوسیدو ګډ یا نږدې ځایونه 
کلیوالو سیمو کې د انسانانو او حېواناتو اوسیدو ځایونو تر منځ بیلوالي نه شتون هم یوه ستره روغتیا ګواښونکې ستونزه ده، چې پر عامو میکروبي ناروغیو سربیره د انسانانو او څارویو تر منځ د مشترکو لیږدیدونکو ناروغیو رامنځته کېدو لامل کیږي؛ کله چې یو روغ بدن دا ډول ګواښمنې ناروغۍ اغېزمن کړي او دفاعي سیستم ته زیان واړوي، نو ګڼې نورې تړلې ناروغۍ اغېزمن شوی بدن ګواښي ا او دا هم خوارځواکۍ پورې بې تړاوه نه ده. 
 
پر دې سربیره د څارویو له لبنیاتو، غوښې، پوست او حتا فضله موادو څخه ګټه اخېستنه کې لازم روغتیايي تدابیرو ته نه پاملرنه هم انسانان په بیلابیلو ناروغیو اخته کوي.
 
دغه راز د څارویو او انسانو تر منځ ګډې ناروغۍ که له یو انسان څخه بل ته ولیږدیږي، بیا نورو انسانانو ته هم له بیلابیلو لارو انتقال کوي، چې دا د یوې سالمې ټولنې پر وړاندې ستر خنډونه دي.
 
د روغتیايي خدماتو کمښت او لرې والی 
دا ټکی بیا هم تر ډیره بریده فقر او د امکاناتو نشتون پورې تړلی دی. په لرې پرتو سیمو کې د ګڼو ناروغیو مخنېوي او درملنې په ګډون د خوارځواکۍ تشخیص او درملنې لپاره لازم روغتیايي مرکزونه او خدمات نه شته. له کلیوالو سیمو دولتي روغتیايي مرکزونو ته یا خلک د راتګ موټر لګښت نه لري او یا شخصي ته د لوړ لګښت په خاطر مراجعه نه شي کولای او پر دې سربیره داسې سیمو کې شخصي او دولتي روغتيايي خدمات ستونزو ته بشپړه رسیدنه نه شي کولای او د مسلکي طبي کارکوونکو، توکو او دوا نه شتون له امله روغتیايي خدمات په نشت حساب دي. 
 
چې په داسې یو حالت کې عادي ناروغۍ هم د مور او ماشوم روغتیا ګواښي او د خوارځواکۍ او نورو نارغیو له امله د مرګ تر بریده رسیږي.  
 
پر ټولنه او وګړو یې د خوارځواکۍ د پورته لاملونو اغېزې 
د یادو پورته ستونزو له امله د ټولنې ماشومان غذايي موادو څخه په ساده ژبه کوچني غذايي مواد مایکروناینټرینټونه چې منرالونه،ویټامینونه او فایبر دي او دغه راز لوی غذايي مواد مکروناینټرینټونه چې کاربوهایډریټ، شخم او پروټین دي نه شي تر لاسه کولای او په دې ډول په خوارځواکۍ اخته کیږي. 
 
خوارځواکه ماشومان راتلونکې کې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځي؛ ځکه تل ناروغ وي، ذهني وده یې کمزورې وي، د درس په زده کړه کې ناتوانه وي، په فزیکي فعالیت کې یې د یو نارمل انسان په پرتله د پام وړ کمښت موجود وي او په دې ډول د عمر منځنۍ کچه هم په ټولنه کې ښکته راځي، چې دا ستونزې د ټولنپوهنې له نظره د یوې سالمې ټولنې راتلونکی ګواښي او له اقتصادي، روغتيايي، ټولنیزې او پوهنیز نظره ټولنه نیمګړتیاوې لري، چې دا نېمګړتیاوې بیا هیڅکله نه جبرانیږي او په تدریج سره یې راتلونکو نسلونو کې هم اغېزې څرګندې پاتې کیږي. ځکه سالمه ټولنه د سالمو او روغو انسانانو څخه رامنځته کیږي او داسې انسانان، چې د خوارځواکۍ له امله تل له ناروغیو کړیږي زیان یې تر نظام رسیږي، ځکه تل ناروغ وي او دا ډول وګړي روغتیايي خدماتو ته، چې په دولتي او شخصي دواړو برخو کې په لوړه بیه تمامیږي راتلونکې کې هم اړتیا لري، پر دې سربیره ددې ډول نېمګړتیاوو لرونکي انسانان نه یوازې دا چې د وطن آبادۍ او پرمختګ کې برخه نه شي اخېستلای بلکې خپل او د اولادونو اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.
 
پوهان وايي چې سلیم او روغ عقل په سالمه یا روغه ټولنه کې دی، نو که چیرې ټولنه د پورته لاملونو ځپلي او خوارځواکه پاتې وي، پرته له شکه چې دا ټولنه له هره اړخه نېمګړې ده او وګړي یې هره برخه کې شاته پاتې دي.
 
د خوارځواکۍ پر ډولونو، طبي ارزونې او د مخنېوي پر لارو چارو او روغتیايي خدماتو مرکزونو کې د شته آسانتیاوو په اړه به په راتلونکو مقالو کې معلومات وړاندې کړم. 
 
اخځونه: 
۱ – تغذیه او سؤ تغذیه ( پوهنوال دوکتور عبدالواحد وثیق- ۱۳۹۱) 
۲ – د حادې خوارځواکۍ د هر اړخېزو خدمتونو لارښود ( عامې روغتیا وزارت-جنوري۲۰۱۴) 
۳ – د تغذیې د مشوره ورکوونو روزنیز لارښود ( عامې روغتیا وزارت-نومبر۲۰۲۰ ) 
۴ – داخله اطفال، داکتر زبیر حبیبي لکچر.