د افغانستان رېل پټلۍ څخه تېر يو کال کې دوه نيم زره مېليونه افغانۍ عوايد تر لاسه شوي 

 د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولينو وايي چې تېر يو کال کې يې ۲ میلیارده ۵۸۱ میلیونه ۵۸۹ زره ۴۸۲ افغانۍ خالص عواید راټول کړي دي. مسوولين وايي چې د يو کال موده کې څه د پاسه دوه نيم مېليارده افغانۍ عوايد يې لاس ته راوړنه ده. 

د يادې ادارې د مسوولينو په وينا د افغانستان اوسپنې پټلۍ پر کرښو په تېر یو کال کې ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي، چې له دې جملې ۲۶۸ زره ۲۹۹ مټریک ټنه یې صادرات او ۳ میلیونه ۲۷۶ زره ۹۹۵ مټریک ټنه یې وردات دي. 

د افغانستان د اوسپنې پلټۍ اداره وايي چې اوس وخت کې ددغه پټلۍ له لارې ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلول شوي چې راتلونکي کې به د ټرانس افغانستان پروژې په بشپړېدو سره ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلول شي.