۳۰ نور افغان هندوان - سېکانو هېواد (افغانستان) پرېښود؛ اوس کابل کې يوازې ۱۱۰ افغان هندوان - سېکان پاتې دي

هندي رسنیو ليکلي دي چې د هندوستان حکومت پر هغه غوښتنليکونو کار کوي، چې افغان هندوان او سېکانو له افغانستان څخه د وتلو په پار د برېښنايي ويزو غوښتنه په کې کړې ده. 

هندو نومي هندي رسنۍ ليکلي دي چې تېره ورځ ۳۰ نور افغان هندوان او سېکان هندوستان ته لېږدول شوي دي. د يادې رسنۍ د مالوماتو پر بنسټ، اوس مهال يوازې ۱۱۰ افغان هندوان او سېکان کابل کې پاتې دي. 

لسيزې وړاندې افغانستان کې د هندوانو او سېکانو شمېر لسګونه زره وو، خو افغانستان کې د وروستيو څو لسيزو جګړو د دوی امنيتي ګواښونه ډېر کړل او اړ شول چې افغانستان پرېږدي. 

تېر حکومت کې  هم څو ځلې د افغان هندوانو او سېکانو پر مذهبي ځايونو بريدونه شوي وو او همدا ډول ځيني زورواکو يې ځمکې او جايدادونه غصب کړي وو.