کابل کې د نننۍ چاودنې  په اړه وروستي مالومات 

نن له غرمي وروسته کابل کې د کرېکټ لوبغالي دننه چاودنه شوې. لومړني مالومات ښيي چې ياده چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي دي. امنيتي او رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. 

پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې وېډيو هم ښيي، چې لوبغالي کې يوه برخه کې لوګي پورته کېږي؛ خلک يوې او بلې خوا منډې وهي. چاودنه د لوبغالي دننه د ننداره کوونکو منځ کې شوې. 

تر اوسه د چاودنې  ډول نه دی مالوم او همدا ډول د مرګ - ژوبلې کره شمېر يې هم نه دي په ګوته شوې. له لوبغالي يو کس رسنيو ته ويلي دي، چې څلور کسان ټپيان شوي او وروسته امنيتي کسان لوبغالي ته او اوس وضعيت تر کنټرول لاندې دی. 

ددغه خبر په اړه  به نور جزئيات وروسته در سره شريک  شي.