هغه موبايل آپ چې ويره له منځه وړي  

د نیوزیلینډ اوټاګو پوهنتون له خوا داسې موبايل آپ جوړ شوی چې د هغه کسانو ويره له منځه وړي، چې ځينو څيزونو يې بې علته ترس او ويره اخېستې وي. ځيني خلک؛ لوړ ځای ته له ختلو، پر نرۍ او غرنۍ لاره د تلو، ځانګړو خزندو، سپي او ورته نورو حيواناتو په ليدو ويريږي او ځان ترې لېرې ساتي. 

دغه ډول ويرې ته په انګلېسي کې common phobia وايي، د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې خلک پرې ککړ دي. په يوې سروې او پلټنه کې اوټاګو پوهنتون ۱۲۹ کسان چې common phobia يې درلوده ازمويلي او توانېدلي دي، چې عامه ويره يې ختمه کړي. 

دغه پوهنتون د oVRcome په نوم موبايل آپ جوړ او هېډفون يا غوږيو سره نښلول کيږي او هغه کسانو ته په کې د ويرې لېرې کېدو لارښوونې او طريقې ښوودل کېږی، چې common phobia لري. 

دغه آپ د اوټاګو پوهنتون د کمپيوټر ساينس او ارواپوهنې پوهنځيو په ګډو هڅو جوړ شوی دی او بيلا بېل هغه څيزونو په کې راخېستل شوی دي، چې ځيني کسان ترې ويريږي. 

دغه آپ داسې جوړ شوی دی، هغه شيان چې يو شمېر کسان ترې ويريږي؛ د عينکو او غوږيو په وسيله اړوند کس ته ور نېږدې کيږي؛ هم يې جوړې شوې وېډيوګانې او انځورونه ګوري او هم يې غږونه اوري؛ دوی ته زوروتيا ورکول کيږي، نو دې سره يې مرال او جرات لوړيږي.