دفاع وزارت: ۶۰ الوتکې فعاله شوې

روهي – ۵غویی۱۴۰۱: د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي چې د دوی تخنیکي ډلې تر اوسه پورې ۶۰ غیرفعاله شوې الوتکې او هیلیکوپټرې ترمیم او فعاله کړي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان تر اتیا پورې الوتکې او هیلیکوپټرې لري خو اکثره یې د سقوط پر مهال غیر فعاله او تر ډېره تخریب شوې وې.

داسې راپورونه هم شته چې د نظام له سقوط سره د هوایي ځواک یو شمېر هیلیکوپټرې د افغان پیلوټانو له خوا ازبکستان ته یوړل شوې.

امریکا ویلي، چې اجازه نه ورکوي دا هیلیکوپټرې ط.البانو ته په لاس ورشي.