م.م: ط.البان دې له خپلې ژمنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانیزي

روهي – ۴غویی۱۴۰۱: د ملګري ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف وایي چې افغان حکومت دې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره اقدام وکړي. 

یادې ادارې لیکلي، د تعلیمي کال میاشتې او اونۍ یو په بل پسې اوړي نو نوي حکومت دې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

هغه زیاته کړې چې د دغې ژمنې په عملي کولو کې ځنډ راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نوی حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او ژر تر ژره دې د وخت له ضایع کېدو پرته د لیسې دورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.