داوړ: د پاکستان له جنګي جنایتونو سترګې نشي پټېدای

روهي- ۳۱ وری ۱۴۰۱: د پاکستان د پارلمان غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي چې د پاکستاني پوځ په جنګي جنایتونو سترګې نشي پټېدای. 

دی وايي:”موږ په خوست کې د کډوالو پر کورنۍ او ماشومانو د پاکستاني جیټ الوتکې برید غندنه کوو او په هره ممکنه لاره د خپل ولس دپاره غږ پورته کوو."

هغه زیاته کړې چې د ملي جمهوري غورځنګ ټول مشرتابه او غړي به د دغسې ظلمونو خلاف ودرېږي او د خپل ولس ترڅنګ به وي.

د داوړ په وینا، د افغانستان په سقوط کې چی پاکستان کوم کردار وو هغه له دنیا څخه پټ نه دی او دا همغه خلک دي چې هلته ځي او بريد کوي.

ده ویلي چې  هر وخت او په هر صورت کې به د ظلم خلاف وي او غندنه به یې هم کوي.