له ( G7) د اوکراين غوښتنه:  ۵۰مېليارده ډالر راکړئ نو روسيې سره به ښه جګړه وکړو 

د اوکراين حکومت د اقتصادي چارو سلاکار (اولیګ اوستینکو) رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې هېواد يې له جي - اووه غړو هېوادونو غوښتي دي، چې اوکراين سره دې پنځوس مېليارده امريکايي ډالر مرسته وکړي او دې سره به اوکراين وکولی شي، چې روسيې سره ښه جګړه وکړي. 

د اوکراين ملاتړو لوېديځو هېوادونو له وړاندې دغه هېواد سره مالي او د وسلو مرستې شروع کړې دي، خو اوکرايني چارواکي وايي چې د روسيې په څېر يو هېواد سره جګړه کې دا ډول مرستې هېڅ بسنه نه کوي او متحدين يې اړ دي، چې د وسلو او پيسو برخه کې د اوکراين کلک ملاتړ وکړي. تر اوسه يوازې د امريکا متحدو ايالتو دغه هېواد ته دوه نيم مېليارده امريکايي ډالر مرستې رسولې دي. د امريکا دوه نيم مېليارده ډالر مرسته وسلې او نغدې پيسې دي، چې په نيغ ډول يې د اوکراين  د اوسني حکومت په لاس کې ورکړي. 

له جي - اووه هېوادونو د اوکراين د تازه غوښتنې په اړه، اولیګ اوستینکو ويلي دي چې دوی دې برخه کې جدي دي او د يوې برخليک ټاکونکې جګړې لپاره لوېديځو هېوادونو ته په کار ده، چې د اوکراين څخه مرستې او ملاتړ دريغ نه کړي. 

جي - سېون کې د نړۍ اووه ستر او ښه اقتصادي ځواک هېوادونه شامل دي او د روسيې - اوکراين ترمنځ منازعه کې دغه هېوادونه د امريکا په مشرۍ له اوکراين  سره ولاړ او مرسته کوونکي يې دي. کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، انګلستان او د امريکا متحده ایالات د جي- اووه سياسي او اقتصادي سازمان غړي هېوادونه دي. 

روسيې سره د اوکراين جګړه کې د اوکراين افتصاد ځپل شوی دی، خو مرسته کوونکي هېوادونه يې د اقتصادي وړتيا پر ځای، تمرکز پر پوځي وړتيا کوي. هغه مېلياردونه امريکايي ډالر مرستې چې تر اوسه له اوکراين سره  شوې دي، ډېره برخه کې وسلې او جنګي مهمات دي. د امريکا او نورو هېوادونو  ډالرې مرستې نغدې پيسې نه دي، بلکې دوی په دغه پيسو اوکراين ته وژونکې وسلې اخلي او ورته لېږي يې، ترڅو د روسيې پر وړاندې د جګړې  ډګر پرې تود وساتي. 

د امريکا په تازه مرستو کې دغه هېواد اوکراين ته اته سوه مېليونه  امريکايي ډالر مرسته اعلان او تصويب کړه، چې په دغه پيسو اوکراين ته د ټانک ضد وسلې، سټینګر توغندي، زغره وال ګاډي او نور پوځي وسايل اخېستل شوي دي. د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم پر خپلو لوېديځّو ملاتړو غږ کړی دی چې اوس وخت کې اوکراين وسلو ته اړتيا لري او بايد دا تشه يې ور ډکه شي. 

امريکا، انګلستان، ايټاليا، جرمني او د ناټو نور غړي او د امريکا ملګري هېوادونه د اوکراين - روسيې جګړه کې اوکراين سره ولاړ دي.  امريکايي پوځيان اوکراين کې اوکرايني پوځيانو ته د امريکايي او نورو پرمختللو وسلو د کارونې روزنه ورکوي؛ انګلستان او نور بيا نغدې پيسې او د وسلو انبارونه اوکراين ته يې لېږي. 

اوکراين کې د روسيې پر وړاندې امريکا او  متحدين يې جګړه کوي؛ يوازې توپير  دا دی، چې د جګړې مخامخ ليکو ته يې اوکرايني پوځيان ورمخې ته کړي دي. د اوکراين حکومت هم په ددې پار چې له لوېديځو هېوادونو مرستې، وسلې، پيسې تر لاسه او د مقاومت په نوم ښه تشويق شوي دي، په سترو مالي او ځاني قربانيو د امريکا او ناټو نيابتي جګړه له روسيې سره وړاندې وړي.