د پاکستان نوی لومړی وزير محمد شهباز شريف وپېژنئ 

زوکړه او کورنی ژوند 
شهباز شريف د پاکستان له جوړېدو نېږدې څلور کاله وروسته (۱۹۵۱ز کال) د پاکستان پنجاب  ايالت، يوه کشميري کورنۍ کې زږېدلی وو. دی اوس اوويا کلن دی. پلار يې محمد شريف نومېده؛ سوداګر او سيمه کې يو شتمن کس وو. محمد شريف د سوداګرۍ او صنعتي کارونو لپاره له کشميره پنجاب ته کډوال شوی وو. څلور وادونه يې کړي؛ لومړۍ ميرمن يې د کاکا لور، بېګم نصرت شريف، دويمه ميرمن يې نرګس خوسا، درېيمه ميرمن يې علييا هني او څلورمه ميرمن يې تهمېنه دُرانۍ نوميږي. محمد شهباز شريف د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف ورور دی؛ دی څلور اولادونه لري. د اولادونو له منځه يې حمزه نومي سياست کې فعال دی او د عمران خان حکومت پر مهال يې پنجاب کې د اپوزېسيون مشري کوله. نوموړی مسلمان او سني مذهبه دی. 

زده کړې 
شهباز شريف د ښوونځي دورې له زده کړو وروسته، لوړې زده کړې د ټولنيزو علمو يا Art په برخه کې د پاکستان لاهور ښار په دولتي پوهنتون کې بشپړې کړې دي. د زده کړو له بشپړتيا وروسته، شهباز شريف خپلې کورنۍ سوداګري ته مخه کړه او په ۱۹۸۵ز کال د پنجاب آيالت د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر وټاکل شو. نوموړی د بهرنيو ژبو زده کړه کې لېوالتيا لري؛ اردو، انګلېسي، پښتو، عربي، جرمني، فرانسوي، سندي  او پنجابي ژبې يې زده دي. 

سياست ته د شهباز شريف ورتګ 
- ۱۹۸۸ز کال کې د پنجاب ايالتي جرګې ته نوماند او بریالی شو؛ 
- ۱۹۹۰ز کال کې له پنجاب ايالت څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ يا ولسي جرګې ته بريالی او وکيل شو؛ 
- ۱۹۹۷ز کال کې د ټاکنو له لارې د پنجاب ايالتي حکومت لومړی وزير وټاکل شو. نوموړی تر ۲۰۱۳ز کال پورې درې ځله د پاکستان، پنجاب ايالت لومړی وزير ټاکل شوی دی. 
- ۲۰۱۸ز کال کې پاکستان عمومي ټاکنې تر سره شوې؛ دغه ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان انصاف غورځنګ ګوند بریالی شو او په مقابل کې يې اپوزېیسون منځته راغی. له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ز کال پورې شهباز شريف د عمران خان حکومت خلاف د اپوزېسیون مشري کوله؛ 
- ۲۰۲۲ز کال کې وروسته له هغې چې د پاکستان پارلمان يا قامي جرګې له عمران خان د باور رايه واخېسته او پارلمان شهباز شريف ته رايه ورکړه او دی د پاکستان لومړی وزير وټاکلو. 

د شهباز شريف ځيني ځانګړنې دا دی، چې دی له ډېر عمر لرونکی، بي حوصلې او غوسه کېدونکی دی. ډېرې داسې ويډيوګانې شتون لري، چې نوموړی د خبرو پر مهال غوسه کېږي او حتی مايکونه له دريځ غورځوي.