د روژې د مبارکې میاشتې خوراکي رژیم

د روژې د میاشتې سالم خوراکي رژیم د روغتیایې پلوه ډېر اهمیت لري. که چیرې مونږ پر وخت او په صحیح اندازه خوراک وکړو نو بدن ته مو ډېرې ګټې لري. او بدن به مو په جسمي او عصبي ستونځو نه اخته کیږي.

اوس راځم دې ته چې په روژې کي باید څنګه خوراکې رژیم  ولرو:
۱- د روژه ماتي او پیشلمې ترمنځ باید ۲۰۰۰ملي لیټره  یعنې دوه ليټره چي تقریباً ۸ ګیلاسه اوبه کیږي وڅښئ. ځکه چې په ۲۴ساعته کي بدن ۱۱۰۰  ملي لیټره د ادرارو، ۵۰۰ملي لیټره د پوست(خولې,عرق) او ۴۰۰ ملي لیټره هم د تنفس له لاری ضایع کوې چی مجموعه یې ۲۰۰۰ ملي لیټره یعنې دوه لیټره کیږي. د یادونې وړ ده چي د غایطه موادو  په ذریعه هم اوبه ضایع کیږي خو هغه خپله بدن تولیدوي.

۲- د پیشلمې پر مهال د چای او قهوي د مصرف څخه ډډه وکړی، په چای او قهوې کي د دایوریتیک په نامه مواد سته چي د بدن اوبه د باندي باسي، چي پدې سره به مو د بدن اوبه ضایع سي.

۳- د میوو او سبزیجاتو څخه ډېره استفاده وکړی ځکه چې د اوبو او فایبرو څخه ډګ دي او بل ډېر وخت په کولمو کي پاته کیږي.

۴- په غوړو کي د سرو شوو خوراکوو او ډېرو خوږو شیانو څخه ډډه وکړی.

۵- پیشلمي ته حتما پاڅیږئ تر څو مو د ورځي په اوږدو کي د قند سویه په وینه کي نورمال وي.

۶- روژه ماتۍ مو په یوه دوو خرماوو او یا بل خواږه شې وکړی تر څو مو د قند سویه په وینه کي دوباره لوړه سي، وروسته یو ګیلاس اوبه او ګرم سوپ وڅښئ تر څو مو معده آرام ونیسې، له دېنه وروسته بیا د ماښام اصلي غذا وخورئ.
ستاسي د ښې روغتیا په هېله، مالومات در سره شریک کړی
تر څو نورو ملګرو ته هم ورسیږي مننه