مايکروسافټ روسيه کې د خپلو توليداتو او خدماتو خرڅلاو بند کړ 

د امريکا په والکه کې د ټېکنالوژۍ برخې سترې مايکروسافټ کمپنۍ روسيه کې د خپلو خدماتو او توليداتو خرڅلاو بند کړی دی. مایکروسافت ويلي دي، چې دا پرېکړه يې پر اوکراين د روسيې د بريد په غبرګون کې کړې ده. 

دغه کمپنۍ ويلي دي، چې دوی  د روسيې د بريد غندنه کوي او په غبرګون کې دا اقدام کوي، چې ياد هېواد کې خپل توليدات او خدمات بند کړي. د مايکروسافت دغه پرېکړه به روسيه کې د حکومت وراېخوا، عامو وګړو ته ستر سرخوږی پيدا کړي.  

روسيه کې د دغه بنديزونو وراېخوا، يو شمېر هېوادونو د روسيې اړوند رسنۍ هم بند کړې دي. د انګلستان په شمول يو شمېر هېوادونو د روسيې Sputnik او نن روسيه يا Russia Today رسنيو نشرات بند کړي دي. 

د مايکروسافټ وړاندې دوه نورو سترو شرکتونو، چې مور هېواد يې امريکا ده، روسيه کې خپلې چوپړتياوې بندې کړې وې. آپل او ډېل هغه دوه شرکتونه دي، چې مايکروسافټ وړاندې يې خپل فعاليتونه درولي وو. 

له بلې خوا، د Huawei, Xiaomi او Alibaba چينايۍ کمپينو روسيه کې خپل فعاليتونه ګړندي کړي دي او د امريکايي سترو شرکتونو په څېر يې پرېکړې نه دي کړي.