د ټېکنالوژۍ له ډګره؛ د واټساپ نوې ځانګړنه چې ژر به پر ليکه شي

د بېټا کمپنۍ تر چتر لاندې واټساپ ادارې ويلي دي چې دوی په دوه  نویو  ځانګړونو کار کوي، چې ژر به يې پر ليکه کړي. د واټساپ مسوولينو ويلي، چې يوه ځانګړنه دا ده، چې پيغامونو ته به د غبرګون يا reaction ورکول کېږي. دې سره به کارن کولی شي، چې غږيزو او ليکلي پيغامونو ته په سټېکر سره غبرګون وښيي. 

همدا ډول به واټساپ د ډله ييز يا ګروپي زنګ لپاره تړونی يا لېنک رامنځ ته کړي. هغه کسان چې ګروپي زنګ کې نه وي، نو د لېنک په وسيله به کولی شي، چې ډله ييز زنګ کې برخه واخلي. واټساپ کې ډله ييز زنګ پخوا داسې وو، چې بايد د کارن د موبايل شمېره موبايل  کې ثبت وي. 

دغه نوې د ډله ييز زنګ ځانګړنه د زوم په څېر ده. ګروپي زنګ به تړونی يا لېنک لري او هر هغه څوګ چې دغه لېنک ووهي، نو کولی به شي، چې زنګ کې برخه واخلي. 

د واټساپ مسوولين ويلي دي چې دوی د کارونکو له غوښتنو او اسانتياوو سره سم واټساپ کې نوې ځانګړنې رامنځته کوي، ترڅو د دغه آپ کارونه لا په زړه پورې او اسانه کړي.