خان عبدالغفار خان (پاچا خان)

زوکړه او وقات يې:
عبدالغفار خان د بهرام خان زوی د فېبرورۍ په شپږمه، ۱۸۹۰ز کال کې، د اتمانزيو په ټبر، يوه سوله غوښتونکې پښتانه کورنۍ کې، په اوسني خبير پښتونخوا ايالت کې وزږېد او د جنورۍ په شلمه ۱۹۸۸ مېلادي کال کې ومړ.

پاچا خان څوګ دی؟
د عبدالغفار خان پلار بهرام خان په خپله سيمه کې د ځمکو څښتن خان او ملک وو. په هغه وخت کې د عبدالغفار خان لپاره د پلار او کورنۍ په شتو او مزو کې د راحت ژوند او هوساينې هر څه شته وو. خو عبدالغفار خان نرم بستر، سوړ او راحت خوب ونه کړ، د قوم او انسانيت په پار يې يو بله له ستونزو او کړونو ډکه لاره غوره او وټاکله.
 
د پاچا خان مبارزه:
عبدالغفار خان؛ د بريتانيوي راج او باج پر وړاندې د نه تاوترېخوالي مبارز او مشر، په جهالت او ناپوهۍ کې د پروت پښتون ولس لپاره د رڼا او زده کړو ښوونکی، د ظلم پر وړاندې غږ، خدايي خدمتګار، د محافظه کارۍ د کلتور پر وړاندې خنډ، د مذهب د ټېکه دارانو سر درد، د خپلواکۍ او يووالي نه ستړی کېدونکی سر لار او څاروان؛ پاچان خان شو.

پاچا خان کلي تر کلي، کور تر کور او تر دې چې، د ټولنې فرد ته يې ځان ورسولو؛ د نه تاوترېخوالی، د خپلواکۍ په پار مبازره، سوله - مينه، حوصله او وېښتيا يې ورته توصيه او لارښوونه وکړه.

وايي چې پا چاخان خپلو خلکو ته وويل، چې که چېرې له پوځ، پوليسو او زورواکو ويره لری، نو داسې وسله به درکړم، چې دوی به يې پر وړاندې مقاومت ونشي کړی؛ دا پيغمبري وسله ده، دا وسله د خدای له خدمتګارانو سره ده، دا وسله زغم، حوصله او عدالت دی.

پاچا خان اوږدې لارې په پښو وهلې، په ۱۹۱۵ کالنو کې يې د پښتونخوا ۵۰۰ کلي ولېدل چې بېده او ناخبره پرته دي، هر کلي ته لاړ ته د وېښتيا او مبارزې يې ورته وويل چې، پښتون وېښ شي، ځان او نړۍ جوړه کړي.

پاچا خان ناکامه سړی نه وو، پاچا خان په کم وخت کې پر ځان سل زره کسان راټول کړل، يون او خوځښت شو، د پاچا خان مبارزې مېوه ورکړه او رنګ يې راوړ. خو پاچاخان د خپلې مبارزې ميوه په لومړۍ ورځ، اونۍ، مياشت او کال کې نه ده تر لاسه کړې، پاچا خان وځورېدو، بندي شو، شنکجه شو، وګواښل شو او ستړی شو، خو ده ستړيا احساس نه کړه.

په ۱۹۳۰ کالنو کې، د بريانيوي راج پر وړاندې به مبارزه کې يې د پېښاور په قصه خوانۍ کې يې، کابو ۲۵۰ ملګري د بريتانيا د پوځ د مرميو ښکار شول، پاچا خان بندي شو، خو په عمل کې يې صبر، زغم، حوصله او نه تاوترېخوالی عملي کړ.

پاچا خان اوسني هند ته ورسېد، مهاتما ګاندي سره يې د يو فکر اړيکه ټېنګه شوه، هند ته يې د نه تاوترېخوالی غږ ورسوه. پاچا خان تر هغه له ګاندې سره وو چې په ۱۹۴۷ کې محمد علي جناح پاکستان را بېل کړ. د پاکستان او هند يو وجود او تجزيې، د پاچاخان مبارزه سړه نه کړه. د پاچا خان منزل، د نه تاوترېخوالي پر وسلې مبارزه او وېښتيا وه.

د پاچا خان ستړي ژوند او مبارزې؛ انسان، افغان او پښتون ته ډېر څه ور زده کړل، ډېر څه يې په لاس ورکړل او د ژوند ريښتنې مانا يې ورته وښودله.

د پاچا خان مبارزه که له ګاندې ډېره نه ده، نو کمه خو هېڅکله هم نه ده، خو ګاندي له مرګ وروسته بيا را ژوندی نه شو، چې خلکو ته ووايي، زما مبارزې وستايئ؛ او له ګاندي څخه ګاندېزم جوړ کړئ، بلکې وېښ ملت تر ې پاتې شو او ګاندي يې ګاندېزم کړ.