مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

له ښایسته ډیرې مودې راهیسې، په خپل فکر کې کرل ریبل کوم چې آیا اسلامي امت په موزیم کې د کومې لرغونې تابلو نوم دی؛ که هغه د پرمختللو او موحدو پرګنو ستره ټولنه ده ؟ آیا وحدت المسلمین د کوم سیاسي ګوند تش تشریفاتي لقب دی که هغه د محمد (ص) د اتباعو د هویت شاخص؟ او آیا اسلامي أخوت، کومه ایماني وجیبه ده که د غم غلطولو هسې سولیدلې شعار؟
 
د ځینو په اصطلاح، د سیاسي اسلام پلویان ووټ او جمهوریت بهتر ګڼي او د اسلامي‌ امارت پیروان په بیعت باندې ټینګار کوي خو دوئ یو له بل سره نه کوشیر کیږي. د اسلامي خلافت غوښتونکي بیا دغه دواړه اړخونه بې لارې او حتی مباح الدم ګڼي. ( د میلمه، میلمه بد ایسیږي او د کوربه دواړه). د سنیانو او شیعه ګان تند لاري، یو له بل سره غوښه او چاړه دي. داعش شیعه ګان وژني او د شیعه ګانو مذهبي ملیشې په سوریې او عراق کې د داعش په پلمه، د لسګونو زرو سنیانو په وژلو تورنې دي.
 
د اسلامي اخوت یوه بیلګه به ښايي دا وي چې یو مسلمان هیواد د بل ورور هیواد د غلې دانې او میوې د کاروانونو په وړاندې خپل سرحدونه تړي. دویم مثال یې ممکن دا وي چې یو مسلمان هیواد پخپلې پلازمینې کې یهودانو ته اجازه ورکوي چې ۲۸ سنیګاک (معبدونه) او مسیحیان ۷۱ کلیسا ګانې آبادې کړي، مګر سنیان نه پریږدي چې لا اقل یو جامع جومات ولري. د اخوت دریمه بیلګه به حتما دا وي چې ځینې عربان د نورو عربانو ملکي الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې د دوئ په هوايي قلمرو کې پرواز وکړي. تیره میاشت په اسلام آباد کې د افغانستان په اړه (۵۷) اسلامي هیوادونو فوق العاده نمایشي غونډه جوړه کړې وه، خو د چاندې او درویزې کچکول یې امریکا او اروپا ته نیولې وو.
 
 قرآن کریم فرمايي: ( وَإِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ - ستاسو ټولو دین او ډله یوه ده، زه ستاسې رب یم او له ما څخه وډاریږئ). اوس نو که چیرې د امت معنی د یو رب منل، حضرت محمد (ص) وروستنې پیغمبر ګڼل او یوې قبلې ته لمونځ کول وي، نو بیا خو هر دینداره، بد عمله، ږیره ور، ږیر خیرلې، بدعتي، صوفي، تبلیغي، سلفي، اخواني، مذهبي، بی مذهبه، معتدل، تند لارې،‌ سني، شیعه، رافضي او خوارج ټول یو امت دی. ولی که له اندونیزیا څخه تر مراکش او سینګال پورې د اسلامي امت غړو هیوادونو په نخچې باندې تناب کیږدو او د دوئ بدرنګو جنګونو، تربګنیو، جهل او سیاسي حیثیت ته ګاګیره کتنه وکړو، بیا نو خبره څه پیکه غوندې ده.
 
د وحدت حالت یې دا دې چې کله ماشوم پیدا شي نو لومړنې اختلاف د نوم د ایښودولو او مریجۍ (عقیقې) په سر وي. د نکاح،‌ ولور او طلاق په شرائطو اختلاف، د نجونو په تعلیم کې اختلاف، په رفع الیدین اختلاف، په زوره د آمین ویلو سره اختلاف. د روژې د میاشتې په لیدلو کې اختلاف، د اختر په لمانځلو کې اختلاف او د تراویح په رکعتونو باندې اختلاف. د قبر په سر اختلاف چې هغه باید لحد وي که ډوره، سقاط حرام دی که حلال او د میلاد النبي تجلیل سنت دی که بدعت؟ همدا شان د منبر، سټیج او رسنیو له لارې، خپل مخالف ته د مرتد، ملحد، مشرک، مجوسي، زندیق، فاسق،‌ فاجر، کمونست، سوسیالست، نشنلست او فاشیست  خطاب کول خو یوه عادي او ورځنۍ کارنامه ده. هره ډله خپل جنګیالې غازي او مقتول شهید بولي او د مقابل لوري جګړه مار، باغي او مړې یې دوزخي ګڼي.
 
یواځې د همدې وروستۍ نیمې پیړۍ د جنګونو نژدې ۷۵ سلنه د مسلمانانو ترمنځ ده یا یې یو اړخ مسلمانان دی. لامل یې بهرني یرغلونه دي، که ترهګري ده که خپلمنځي خود سرۍ، خو په هغو کې تقریبا لس ملیونه مؤمنان وژل شوي او د هرې ورځې په تیریدو سره د امتیانو ترمنځ دا واټن لا زیات پراخیږي. په سومال کې د الشباب وسله وال غورځنګ د خپلې ژبې، عقیدې او جغرافیې له هستوګنو پسې وسله راخیستې ده. په نایجریا کې بوکو حرام د خپل هیواد د اسلامي مدرسو پیغلوټې تښتوي او بیا یې د بونګو په مقابل کې ایله کوي. د سوډان په دار فور کې سوډانې، له سوډاني سره د ژبې په ځاې، د ټوپک او ماشې په ژبه خبرې کوي. په یمن کې حوثیان له خپلو عربانو سره په جګړه دي او په لبنان کې د حزب الله مشر، سید حسن نصر الله خپل ځان د ایران د ولایت فقیه ویاړلی سرباز بولي.
 
په فلسطين،‌ چیچین، برما، کشمیر، اذربایجان، کوردستان او قزاقستان کې د جګړو خبرونه خو وخت ناوخته د رسنیو مهم عنوانه وي. په لبیا کې د طرابلس د کاواکي حکومت تر اړخه، نه یواځې د جنرال خلیفه حفتر او سیف الاسلام القذافي ځواکمن شخصیتونه له حکومت سره په جنګ دي، بلکې هلته له ۴۵ څخه زیات نور وسله وال ګروپونه هم یو له بل سره لاس او ګریوان دي. په سوریه کې د بشار الاسد مجرم نظام د ایران او روسيې په همکارۍ، د خپل ولس په کورونو له باروتو څخه ډک بیلرونه راغورځوي او د حماة‌ او حلب د ښارونو انځورونه د ناګا ساکي او هیروشیما د ښارونو له رنګه تصویرونو پرته بل څه نه دي. په سوریه کې همدا اوس له اتیا څخه زیاتې وسله والې ډلې یو بل ته په مورچلو کې پرتې دي او له لسو ملیونو څخه زیات خلک یې په اردن، ترکیې او نورو هیوادونو کې د فقر او بیوسۍ ژوند کوي.
 
لکه څرنګه چې مرکزي آسیا د روسېې حویلۍ او د وسلو ډیپو ده، همدارنګه عرب هیوادونه د لویدیځې نړۍ د جنګي الوتکو ستر مارکیټ دی. ۲۲ عربي هیوادونه چې په مجموعي ډول نفوس یې ۴۳۰ ملیونو ته رسي، د نړۍ د ټول نفوس پنځه سلنه جوړوي،‌ خو د وسلو د نړیوال مارکیټ ۵۰ سلنه وسلې همدوئ اخلي. دا مهمه نه ده چې عربان دغه وسلې د ایران له ډاره پيري او که د غرب د خوشامندو له بابته، خو دوئ یې پخپل منځي جنګونو کې یو د بل په ضد کاروي.
 
په اروپا کې هم د لسګونو کلونو لپاره د کاتولیک،‌ پروټسټانټ او آرټوډوکس مسیحیانو ترمنځ خونړۍ جګړې شويدی چې ځینې یې لسګونه کلونه عمر لري. خو هغوئ هیڅ کله هم د غوره امت او جنتي امت دعوه نه ده کړې. نن د اروپا د اتحادیې د ۲۶ غړو هیوادونو وګړي کولاې شي له ویزې پرته؛ په دغو هیوادونو کې آزادانه تګ راتګ وکړي. خو دریغه دریغه، د مسلمانانو ورورګلوي خیالي او زباني ده. دوئ یواځې د عرفات په غونډۍ د سپینو احرامونو په اغوستلو او د لمانځه په صفونو کې برابري او همغږي لري.
 
د دې امت د غوره والي، یو والي او ځواکمنتیا تر ټولو مزبوته وسیله، پخپله د اسلام سپيڅلي بنسټونه، د نیکې خوا ته بلنه او په حکمت سره د بدۍ مخنیوې دی. که مسلمانان غواړي چې په رښتیني ډول یو منلې امت شي نو پخپلو هیوادونو کې دې ټولنیز عدالت پلې کړي. د افراط او تفریط په ځای دې اعتدال؛ د ټوپک په ځای قلم او د مذهبي او ژبني تعصب له ځنځیرونو څخه دې ځانونه آزاد کړي. همدا شان پخپلو ټولنو کې دې د میرمنو حق، حق وګڼي او د دوئ د علم او تحصیل مخه دې نه نیسي؛ کنه نو همداسې به خوارو زار، وزن به یې د بڼکې او ارزښت به یې د عباسۍ وي.
 
د امریکا د تور پوستو د انساني حقوقو د غورځنګ مشر، مارتن لوتر ګنک په خپلې یوې بیانیې کې وايي ( ما د دښمن کړیکې دومره نه کړوي، څومره چې ما د خپلو دوستانو خاموشي ځوروي) او ارواښاد حضرت صیب مجددي باور درلود (څومره تاوان چې زموږ دین ته جاهلو دیندارو رسولې، هغومره بیا پوهو بی دینانو نه دې اړولې).
که دوستان وخت او علاقه لري چې د لیکوال نورې مقالې، څیړنې او ویډیوګانې وګوري، نو د هغه فیسبوک او د یوټیوب چینل ته دې په دې پته ورشي: Wali Malakzay