پرځان باور

پر ځان باور (اعتماد به نفس) په دې معنی چې نه وېرېږم! زه کولای شم! زه ګټونکی یم! بریا زما ده او همداسې ګڼ نور. په دې ځای کې به تاسو پوه شئ، چې څنګه د پر ځان باور کچه لوړه کړو.

کوم الوتونکي، چې په ښاخونو باندې ناست دي، هېڅکله د ښاخ له ماتېدو څخه وېره نه لري، ځکه د هغوی باور په ښاخونو نه، بلکې په خپلو وزرونو دی. تل په ځان باندې باور ولره او په خپل ځان اعتماد وکړه.
ژوند بايد د يو بڼ (باغ) په څير اوسې؛ 
داسې بڼ چې مرغان پکې سندرې ووايي،
د گلانو غوټۍ په مينه پکې وغوړيږي، 
ونې يې وناڅي،

او هر سهار لمر په ډيرې خوښۍ سره راپورته شي.
په ژوند کې تر ډيره مونږ له ستونزو او کړاونو سره مخ کيږو مگر دا بايد ددې لامل نشي چې مونږ دې خپله لاره بدله کړو،

خپلې لارې ته دوام ورکړئ او له دې ټولو ستونزو سره مبارزه وکړئ.
لويانو ويلي دي خپلې موخې څخه مه لاس په سر کيږې، که هر څومره کړاونو او سختي مو د لارې خنډ وگرځي بيا هم خپل هدف څخه مخ مه اړوئ. 

مونږ په خپلو ذهنونو کې د خپل د هيلو تخم وپاشه، هغه هيلې چې يوه ورځ د هغو د زرغونيدو په تمه وو. خدمت مو هم ورته کړى، د يو بزگر په څير مو اوبه ورکړي، توان تر بريده مو د ټولو آفتونو څخه هم ساتلي. پاللي مو دي. د ژوند ډيره برخه مو همدې هيلو ته وقف کړې.

له دومره کوششونو او ستونزو گاللو سره سره بيا هم مونږ يو نا معلومه راتلونکي سره مخ يو. 

بزگر د خپلو پټيو حاصل تر لاسه کړ، گټه يا تاوان، له دې دواړو څخه يو ور په برخه شو.
په کومو لارو کوي شو چې خپل باور زیات کړو:

١: تېر هېر کړئ او راتلونکی مو جوړ کړئ! تاسو باید پوه شئ چې خپله ماضي نه شئ بدلولای مګر راتلونکی تقریبا ستاسو لاس کې دی. ښه راتلونکی حتمي دی خو که تاسو نن خپله هڅه پيل کړئ او موخې مو تعقیب کړئ. زموږ موخه دا ده، چې د ماضي په بند کې مه پاتې کېږئ. خو له خپلو ماتو او خطاوو څخه اخیستی درس مو هېڅکله مه هېروئ. ماضي ته د یوه استاد په شکل وګورئ خو افسوس مه کوئ. ماضي خوب وګڼئ خو تعبیر یې سم وکړئ.

۲:دا له امکان څخه ډيره لرې خبر ده چې په ژوند کې دې تل خوشحاله اوسو. 
مگر دا بايد زده کړو چې د ژوند د کړاونو سره څنگه جوړ جاړى يا مبارزه وکړو.
۳:هيڅکله دا څلور شيان دې په ژوند کې مه ماتوه:
١_ باور
٢_ قول
٣_ اړيکه
٤_ زړه
ځکه چې دا کله ماتيږي غږ نه لري، مگر ډير درد لري.

۴:ژوند سخت نه دى! 
يوازې کوشش، همت، صبر او حوصلې ته اړتيا لري.

۵: ژوند...
له تير څخه تجربه،
له حال څخه خوند اخستل، 
او راتلونکي لپاره هيله درلودل دي. 
٦:د ځان په جوړولو بوخت شه، 
ان تر دې چې د بل چا د ورانولو وخت درسره نه وي.

٧:هڅه وکړه تل د خپلې ماتې څخه درس واخلې.
٨:که پرون ولويدې، نن پاڅيږه! 

همدا ژوند ده، خپلې لارې ته دې دوام ورکړه، خنډونه، لوړي او ژوري دې شاته پريده بس يوازې د خپل هدف په لور ځغلنده گامونه اخله. 

٩: يوازې هغه چاته ارزښت ورکړه؛ چې ارزښت درکوي.

١٠: په نړۍ کې تر ټولو ډاډمن خلک هغه دي چې خپلې ټولې چارې يې لوى خداى ته سپارلې وي.

ژوند کې چې کله هم مات شوې نو صبر وکړه او یوه خبره یاد ساته
اباديږي هغه خلک څوک چې اول برباد شي
که د لمر په شان ځلیدل غواړې اول به د لمر په شان سوځیږې.