فريد احمدي، پخوانی جنرال: زه د غني او محب په افغانيت شک لرم

روهي (څلورنۍ/د مرغومي لومړۍ)، د فريد احمدي په نوم د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملياتو پخوانی مشر، رسنيو سره په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي چې د غني په مشرۍ د جمهوريت ټيم له ۲۰۱۴ را وروسته چې په درغليو واک ته ورسېد، د افغانستان د اوسني وضعيت مسووله ډله ده. 

نوموړی ادعا کوي، چې د افغانستان په تېر پوځ کې حمد الله محب لومړی بې تجربه کسان په دندو وګمارل او همدا ډول يې د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت لوی رياست په ټولو چارو کې پراخه لاس وهنې کولې. 

له هېواد تښتېدلی دغه جنرال وايي، چې د ولايتونو د سقوط او شاته تګ امر غني او محب ورکولو او زياتوي چې دی پر دې هم شک لري چې پخوانی ولسمشر غني او حمد الله  محب افغانان وو او کنه؟ 

دغه جنرال ،چې اوس خپله هم له هېواد بهر دی، د ځان د ستاينې په برخه کې وايي چې که چېرې دی له دندې ګوښه شوی نه وای، نو هېڅکله به افغانستان او کابل سقوط نه وای کړی. 

نوموړی وايي، چې محمد اشرف غني او حمد الله محب د پاکستان په ګټه کارونه کول او هېڅ توپير يې د پاکستان د ای اِس ای له پخواني مشر جنرال فيض حميد سره نه وو. 

د يادونې ده چې د تېر پرځېدلي جمهوريت ډېری پوځي او ملکي چارواکي له هېواد بهر د ځان سپيناوي کوي، په تېر حکومت پراخه نېوکې کوي او له تېرو ټولو ناخوالو ځانونه پاک او سپيڅلي راباسي.