پر منظور پښتين د پاکستان پوليسو عريضه: هغه (پښتين) دې ونېول شي؛ وروستۍ غونډه کې يې د افغانستان بيرغ پورته کړی

پاکستاني پوليسو د پښتون ژغرونې غورځنګ د مشر منظور پښتين د وروستۍ سترې ولسي ناستې په اعتراض کې پر نوموړي عريضه کړی او هغه يې د پاکستان د يو شمېر قوانيونو په ماتولو تورن کړی دی. 

پاکستاني پوليسو ويلي  دي، چې منظور پښتين د ناستې اجازه نه درلوده، د کرونا ناروغۍ د مخ نيوي د طبي اصولو څخه یې سر غړونه کړې، د خلکو د تګ - راتګ لاره يې بندې کړې، لاوډ سپېکر  يې کارولی او همدا ډول په ناسته کې  د ځينو کسانو په لاسونو کې د افغانستان بېرغ  و.

امريکا غږ ډيوه راډيو ته پاکستاني پوليسو ويلي دي چې منظور پښتين او يو شمېر نورو مخکښو کسانو پر دريځ د پاکستان د حکومت ضد شعارونه ورکړي دي او کرکه لرونکې ويناوې يې کړې دي. 

له بلې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخښکو کسانو د پاکستان د پوليسو دا اقدام غندلی دی او ويلي دي چې دوی د پښتون قوم لپاره سترو قربانيو ته چمتو دي، پاتې شوې دا ډول عريضې خو وړې خبرې دي.