بهرنيو چارو وزير:  هغه پيسې چې امريکا کنګل کړې د افغان ولس دي، نه د طاـلبانو

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال وزير امير خان متقي وايي چې امريکا له افغان ولس سره دښمني کوي او هغه پيسې کنګل کړې دي، چې پر ولس پورې تړاو لري، نه طالبانو پورې. 

د نوموړی زياتوي، "امریکایانو ته مو ویلي، چې اوس له یو بل سره پوځي مخالفت نلرو او په سنګر کې نه جنګیږو؛ د دوحې تړون له لاسلکیدو وروسته مونږ تاسې ته کومه ستونزه نده جوړه کړې، نو دغه پیسې مو په کوم دلیل کنګل کړي. هیڅ کوم دلیل نشته او دا هغه پیسې ندي، چې د طالبانو جیب ته به ورشي؛ دا د هېواد له اقتصاد او خلکو پورې اړه لري."

د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې پیسې څه کم لس میلیارډ ډالر دي، چې د دغو پیسو د آزادېدو لپاره د امریکا د خوښې ټولګډونه حکومت جوړېدل، د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو خوندیتوب او د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو پر له منځه وړلو پورې مشروطې دي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ د امريکا ولس او کانګرس ته په دې اړه ليک استولی وو، خو د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې تامس وېسټ د يادو پيسو خلاصېدل په پورته مسايلو پورې مشروط کړل. 

د تېر حکومت په چپه کېدو سره په لويه کې افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ډېری شوی دی، له يوې خوا خلک بيکاره شوي او معاوشونه نه دي ورکړل شوي او له بلې خوا امريکا د افغانستان بانک دغه مقدار پيسې نېولې چې پر اقتصاد يې اغېز خورا منفي دی.